په يوه ځنګله کې دخالخالي او خړکۍ په نامه دوو هوسيوژوندکاوه. يوه ورځ هغوی يوه ګيدړه وليده چې غوښتل يې مړزښکار کړي. خړکۍ په بيړه دمړزپام ګيدړې ته ورواړاوه ، مړز هم والوت اوله مړينې وژغورل شو. ګيدړه دهوسۍ پدې کار په غوسه شوه. هغه دهوسۍ نه دبدلې داخيستلوپه تکل ليوه ته ولاړه او له هغه يې وغوښتل چې ځان په مړينې واچوي څو خړکۍ په پلمه ښکارکړي. ګيدړه په خړکۍ پسې ولاړه او ورته يې وويل چې ليوه غوښتل خړکۍ ته شنه واښه راوړي چې پدې مهال بزګرهغه په يوم وواهه او مړشو. هغوی دليوه ليدو ته ورغلل. خالخالي غوښتل ليوه ته نيږدې ورشي خوخړکۍ هغه منع کړ او ويې ويل چې کيدای شي ګيدړې دروغ ويلي وي.  | | | خړکۍ هوسۍ دمړزپام ګيدړې ته ورواړاوه ، مړز هم والوت اوله مړينې وژغورل شو. |
خړکۍ دليوه دمړينې دراز دمالومولو لپاره دخپلې مورله خولې وويل چې کله ليوه مړشي خوله يې بېرته پاتې او ژبه يې له خولې راوځي. ليوه ورو خوله بېرته اوژبه يې راوايسته. خالخالي اوخړکۍ وتښتېدلې اودتېښتې پرمهال يې ګيدړې ته وويل چې ستا په خبرو نه دوکه کيږو،ځکه چې دخپلو مشرانوخبرې په پام کې نيسو. |