يوه ورځ دين محمد اوعزيزپه لاره روان وو چې حسيب انډيوال يې په مخه ورغی چې دهغه سره په قفس کې دکنري ښکلي غږ دهغوی پاملرنه ځانته واړوله. له دې ځايه واورئ! ماشومانو دکنري دغږپه اورېدو دداسې ځای دليدوارمان يې وکړچې هلته رنګارنګ الوتونکي وي. پدې مهال ددين محمد په لاس کې له شته کڅوړې له يوه کتاب نه غږ واورېدل شو چې ويل يې هغه به يې همداسې ځای ته بوځي. کتا ب دالوتونکودژوند په اړه و چې ماشومانو دهغه په ليدوخپل ځانونه دالوتونکوپه سيمه کې محسوس کړل. حسيب غوښتل د الوتونکوله سيمې يوه کنرې په قفس کې واچوي چې په دې وخت کې کنرې په ژړا شوه . عزيز دهغې دژړا لامل وپوښت. کنري وويل چې حسيب يوه ښکلي کنري په قفس کې بندۍ کړېده چې زړه يې په تنګ اوټوله ورځ ژاړي خو حسيب ګمان کوي چې هغه ورته سندرې وايي.  | | | حسيب غوښتل يوه کنرې په قفس کې واچوي چې په دې وخت کې کنرې په ژړا شوه. |
درې واړه ماشومان ډېر خواشيني اوپه درنګ شېبه کې يې خپل ځانونه بېرته په کلي کې وليدل، حسيب پوه شو چې په قفس کې دالوتونکوساتل ښه کار نه دی. هغه د قفس دروازه پرانيستله او کنري يې آزاده کړه اوټولو پرېکړه وکړه چې نوربه هيڅکله الوتونکي نه بنديانوي. |