BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:00 گرينويچ 2010 ,27 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې : آشنا سترګې

آشنا سترګې

خليل يو هلک و چې د ترکاڼۍ په دکان کې يې کار کاوه. هغه يوه ورځ ښار ته سودا پسې ولاړ او هلته ترې يوسوالګر هلک خيرات وغوښت.

خليل ته دسوالګر سترګې آشناښکاره شوې اوهغه يې بريالى وباله چې دده سره يې د سرداراکاپه دکان ترکاڼي زده کوله.

خليل دبريالي په لېدوپه خيالونوکې ډوب شواو هغه ورځې ورياد شوې چې بريالي له نجارۍ سره ډېره مينه درلوده او له ده سره يې هم مرسته کوله.

هغوئ يوه ورځ په لاره کې له خپل پخواني ملګري، احمد سره مخ شول. له هغې ورځې وروسته به احمد هره ورځ دبريالي ليدوته راتللو.

بريالى هم ورو،ورو له ترکاڼۍ زړه تورى کېده. يوه ورځ خليل هغه له احمده سره په يوې کنډوالې کې دپوډرو څکولوپه مهال وليد.

خليل ډېر خواشينى شو او دسرداراکاڅخه يې پدې برخه کې مرسته وغوښتله. کله چې هغوئ په بريالي پسې ولاړل، هغه يې ونه موند.

خليل
خليل دسرداراکاپه دکان کې ترکاڼي زده کوله.

له هغې وروسته ډېر موده تېره شوه چې خليل بريالى دسوالګرپه جاموکې ولېد اوپه همدې مهال دخلکوګڼې ګوڼې دخليل دخيالونولړۍ وشلوله.

خليل بريالى بېهوښه په ځمکه پروت وليد اوهغه يې روغتون ته لېږداوه اوترشپږو ميا شتودرملنې وروسته جوړاو دخليل ليدوته راغى.

بريالي خليل دخپل ډېر ښه ملګري په نوم ياد او ترې مننه يې وکړه او په خوښۍيې خپل کار له سره پيل کړ.

پتنګد ژوند کيسې
د پتنګانو ښار
زرغون ګلاب د ژوند کيسې
زرغون ګلاب
له پېښو ډک سفرد ژوندکيسې
له پېښو ډک سفر
خبرې کوونکې هيلۍدژوند کيسې
خبرې کوونکې هيلۍ
کلالي لوښيد ژوند کيسې
کلالي لوښي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>