و نه و په پخوا زمانو کې د فالبينک(کونجکي) درې بچيان ، خالخالي ، چين چينى او نارنجي په يوه کوچني بڼ کې اوسېدل. يو وخت دهغوئ دوستان يوه بل لوی او ښکلي بڼ ته ولاړل چې دې کار خالخالي دوی هم دښکلوبڼونو سفرته وهڅول. هغوئ په لاره کې له ډېرو ستونزو سره مخ شول. يو ځل چين چيني په يوه ژوره کنده کې ولويد،خوخالخالي او نارنجي هغه وژغوره. هغوی په ډېره ګرمۍکې خپل تګ ته يې دوام ورکړ چې يوې سوزنده دښتې ته ورسېدل او هلته يې ديوه جل وهلي ملخ چيغې واورېدې. هغوئ ملخ ته يوڅه اوبه ورکړې او هغه هم په خپله شا هغوئ له دښتې تېر کړل چې بيا يو ستر سيند دهغوی دوړاندې تګ مانع شو.  | | | چين چيني په يوه ژوره کنده کې ولويد، خو خالخالي او نارنجي هغه وژغوره. |
له سيند څخه يوکيشپ ، چې دملخ ملګري و، دهغوئ دتېرولوهڅه وکړه خو د سيندپه منځ کې ترې ولوېدل. نورو کشپونوهغوئ وژغورل او خپل منزل ته يې دوام ورکړ چې دمچيوپاچاهۍ ته ورسېدل. مچيو لومړى هغوئ بنديان او وروسته يې بېرته خپلې اصلي سيمي ته واستول. چين چيني ، خالخالي او نارنجي له خپل دې کار نه ډېر پښېمانه شول او ويې ويل چې هرچاته خپل وطن کشمير دى. |