ونه و په پخوا زمانو کې يوه جوړه قمرۍ له خپلو دوو بچيانو ، کوکو او چوچو، سره په يوه ځنګل کې اوسېدلې. کوکو به تل د خپلې مور او پلار خبرو ته پام کاوه خو چوچو بې پروا و. هغوئ يوه ورځ له خپلې مور نه دباندې تګ اجازه وغوښتله. مور او پلاريې خبره ومنله خو ټينګار يې پرې وکړ چې د خپل کور نښې، چنار او تر څنګ يې د اوبو چينه، په ياد وساتي. کوکو او چوچو په خوشالۍ والوتل. لږه شېبه وروسته کوکو بېرته ځالې ته را ستون شوخو چوچو په خوښۍ خپلې الوتنې ته دوام ورکړ. يووخت يې پام شو چې هوا تياره او د ځناورو غږونه اورېدل کيدل. هغه دکورلاره غلطه کړه اوله ډېرې ستړيا په دښته کې خوب يوړ. د لمر په راختلوچوچوخپلې مورته نارې وهلې چې کارغه يې غږ واورېد او هلته يې دهغه دمور دنشتوالي وويل. چوچو ورته خپله ټوله کيسه وکړه.  | | | کوکو به تل د خپلې مور او پلار خبرو ته پام کاوه خو چوچو بې پروا و. |
چوچو کارغه ته دخپل کورنښې د چنار په ځای منار او دچينې په ځای داوبو ډنډ وويل. کارغه پداسې ځای کې دهغوئ ځاله پيدا نه کړه. کارغه چوچويوه لوړ ځای ته وخېژواه اوله هغه ځايه چوچو خپلې مورته آواز وکړ چې موريې په درنګ شېبه کې ځان دهغه څنګ ته راورساوه. مور يې چوچو خپلې ځالې ته ورساوه او چوچو هم وعده وکړه چې نور به تل دخپلې مور اوپلار خبرو ته غوږ نيسي. |