ولوله اوسارا دوه خورلڼې وې چې ښکلې نانځکې يې درلودې. سارا به خپلو نانځکو ته ښه جامې ور اغوستلې خو ولولې لته يي نانځکې درلودلې. ولولې خپلې نانځکې ډېرې نازولې خو نانځکو يې داهيله درلودله چې کاش له سارا سره وای څو يې دوئ ته هم ښې جامې ور اغوستلی. يوه ورځ ولولې غوښتل خپلې نانځکې را واخلي، خو ترسترګويې نه شوې. شاوخوا يې ولټولې خو پيدا يې نه کړې،ولوله ډيره خپه شوه. د ولولې نانځکې په خوښۍ دسارا دوئ دکور په لور روانې وې چې ديوې چينې ترڅنګ يې يوه ټپي نانځکه وليده اوويل يې چې سارا وهلې ده. نانځکې وويل کله چې نوې وه، ښه يې ساتله ، خوچې لږ ه زړه شوه په وهلو، وهلو يې دې حالت ته را ورسوله.  | | | د ولولې نانځکوته په لاره کې يوې ټپي نانځکې وويل چې سارا وهلې ده. |
لته يي نانځکو دهغې خبرې بابېزه وګڼلې اودسارا کورته ولاړې. هلته سارا اودهغې نانځکو دوئ سختې ورټلې اوپه وياله کې وغورځولې. هغوئ په ژړا ژړا کې د ولولې دنازونو ارمان کاوه اوويل يې که چېرې يې دټپي نانځکې خبرې منلې واى، له داسې ستونزو سره به نه مخ کېدلې. |