BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:05 گرينويچ 2009 ,11 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: واکسين او وايرس

واکسين او وايرس
واکسين تر سختې جګړې وروسته وتوانيدچې وايرس ته ماتې ورکړي او تسليم شي.
واکسين او وايرس د يوې کورنۍ دوه غړي وو ،چې واکسين يې د وايرس نه جوړول او بيا به يې د وايرس پر ضد کارول.

يوه ورځ واکسين انسانانوته دخپلوګټورسولو په اړه وايرس ته وويل خو وايرس دخپلو مضريتونواو زړور تيا خبرې کولې خو واکسين نه منلې.

واکسين دستنې پواسطه ديوه ناروغ ماشوم بدن ته ور دننه شو. وايرس هم دوخت درسېدوپه تمه و. پدې وخت کې دماشوم مڼه په ځمکه پرېوتله.

ماشوم هغه مڼه، چې وايرس ځان پرې نښلولی و، له ځمکې پورته او ويې خوړله خو هلته واکسين د وايرس پر وړاندې ټينګ سنګر جوړ کړی و.

وايرس د معدې په يوه ګوټ کې پټ و او غوښتل يې دماشوم وينې ته لار پيدا کړي.هلته ساتونکو ځانونه دوايرس سره جګړې ته تيارکړي وو.

واکسين او وايرس
واکسين دستنې پواسطه دناروغ ماشوم بدن ته ور دننه شوخووايرس د وخت د رسېدوپه تمه و.

وايرس هم دجګړې لپاره له خپلونورو دوستانو مرسته وغوښته او دتروم په وهلو دوايرس او ساتونکو تر منځ سخته جګړه پيل شوه.

په پای کې وايرس ماتې وخوړه او تسليم شواو ساتونکو خپل ځانونه واکسين وپېژندل چې دانسان په بدن کې دوايرس په وړاندې جنګيږي.

الوتونکی کبدژوند کيسې
الوتونکی کب
بې اغزو زيږګید ژوندکيسې
بې اغزو زيږګی
دطبعيت رنګونهد ژوند کيسې
دطبعيت رنګونه
د خوړو ارزښتد ژوند کيسې
د خوړو ارزښت
صابوند ژوند کيسې
خوشبويه ملګری
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>