حميد يو (١١)کلن هلک و چې تل به له ناروغيو څخه کړېده. هغه خپلې خور ، حميراته ډېر ګران و او هميشه به يې لوبې ورسره کولې. يوه ورځ حميرا حميد ته صابون ورکړ چې لاسونه پرې ومينځي. حميدپه صابون لاسونه مينځل چې صابون په خبرو شو او حميد ته يې شاباسی ورکړ. صابون په جادويي هنداره کې دمکروب ناولې څېره حميدته وښودله او ترې ويې غوښتل چې ددا شان دوستانو ليري واوسي. خو دحميد دلاسونو مکروب ورته وويل چې د صابون په خبرو ونه غوليږي ځکه چې دوئ يې پخواني انډيوالان دي. حميد هم صابون بېرته پخپل ځای کېښود او دلوبو لپاره له کور څخه ووت. کله چې کورته راستون شو، په ناولو لاسونو يې ډوډۍ وخوړه.  | | | مکروب حميدته وويل چې د صابون په خبرو ونه غوليږي ځکه چې دوئ يې پخواني انډيوالان دي. |
حميد ناروغ شو او پلار يې ډاکتر ته بوتللو. ډاکتر دحميدناروغي هغه مکروب وګڼل چې دحميد په لاسونوکې يې ځای نيولی و. حميد دمکروبونوسره په دوستۍ ډېر پښيمانه و او کورته له ستنېدو سره سم يې خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومينځل او دښې روغتياڅښتن شو. |