په پخوا وختونو کې يو سوداګر وو چې دماري په نوم يې يوه لور هم درلوده. يوه ورځ چې له سفر څخه راغی،ماري يې خواشينې وليده. سوداګر دهغې د خپګان وپوښتل، ماري وويل چې له يوازيتوبه په تنګ شوېده ځکه چې هيڅ خورلڼه نلري.سوداګر په سوچونو کي ډوب شو . په پای کې دې پايلې ته ورسېد چې ځان ته يې دبنجاري کراچۍ جوړه اوکوڅه په کوڅه به ګرځيده څوخپلې لورته خورلڼه پيداکړي. يوه ورځ يې دډېرونجونوپه منځ کې دګلدستې په نامه يوه نجلۍ وليده چې تر نورو ورته ډېره پاکه واېسېدله. سوداګر دګلدستې د پاکوالي کيسه په کورکې وکړه ، دماري هم دهغې ليدوته تلوسه پيدا شوه اوپه سبا دپلارسره يوځای هماغې کوڅې ته ولاړه. پدې وخت کې دبنجاري کراچۍ چپه شوه. ګلدستې په منډه ځان ورورساوه اودسامانونو په ټولو لو کې يې مرسته ورسره وکړه. بنجاري له ګلدستې وغوښتل چې دسامانونو څخه يو شی ځانته غوره کړي. ګلدستې صابون واخيست . پدې وخت کې سوداګرله ګلدستې څخه اوبه وغوښتلې ، هغې په بيړه له کورڅخه په جام کې اوبه راوړي.  | | | ګلدستې وکولای شول دنجونوله منځ څخه يوه پاکه او باسليقه خورلڼه ځانته پيدا کړي. |
ماري او پلار يې دهغې پاکي او صداقت ډېر خوښ کړل اوترې و يې وغوښتل چې دماري خورلڼه شي ، هغې هم ومنل. يوه ورځ ګلدستې دخپل پلار دبې روزګارتوب وويل چې ډېره ورته خواشينې هم وه. ماري خبره له خپل پلار سره شريکه کړه. سوداګردخپل دبنجاري سامان، له کراچۍ سره ، دګلدستې پلار ته ډالۍ کړل اوترهغې وروسته دواړو خورلڼوپه خوښۍ لوبې کولې. |