د يوې زرغونې غونډۍ ترڅنګ په يوه کوچنی کلي کې دطاهرې او مستورې په نومونو دوو خويندو دخپل ورور، نبي سره ژوندکاوه. يوه ورځ طاهرې دمستورې دلوبو سامان په المارۍ کې ځای په ځای کړ چې پدې وخت کې مستوره کوټې ته رادننه شوه. هغه طاهرې ته په غوصه شوه چې ولې يې دلوبو سامان ترې پټ کړی وو. مستورې ساما نونه بېرته په ځمکه واچول. پدې مهال نبي په خپلې خولۍ پسې کوټې ته راغی چې پښه يې دلوبو په سامان کې بنده شوه اوپرځمکه راپريوت. هغه له ډېرې غوصې دلوبو ټول سامان له کوره دباندې وغورځاوه. مستوره ولاړه چې بېرته يې راټول کړي. هلته يې وليدل چې دريحانې په نامه نانځکه يې دلوبوله سامان څخه پورته شوه اويوه بل کورته ور دننه شوه ،چيرې چې دلوبو سامونه پراته وو. مستوره هم په نانځکې پسې ولاړه اوغوښتل يې چې لوبې ورسره وکړي خو ريحانې ورته وويل چې لومړی دې دلوبوټول سامانونه ځای پر ځای کړي.  | | | مستورې خپل دلوبوسامان نه ځای پر ځای کاوه، ريحانې هغه په خونه کې بندۍ کړه. |
مستورې دهغې خبره ونه منله ، ريحانې هم هغه په يوه خونه کې بندۍ کړه. خور يې، طاهره دهغې په لټه دې ځای ته راورسېده. مستورې طاهرې ته شکايت وکړ چې ريحانې يوازې په خونه کې بندۍ کړې وه. ريحانې وويل داځکه چې مستوره بې سليقې ده. طاهرې دکوټې سمبالول مستورې ته وروښوده . دواړو له ريحانې څخه مننه وکړه او لوبې يې ورسره پيل کړې. |