احمد يو ټنبل هلک و چې دډېرې لټۍ له امله يې بوټان هم نه په پښو کول او تل به له دې امله له ستونزو سره مخ و. يوه ورځ يې چې د څړ ځای څخه وزې راوستې، ويې ليدل چې پلار يې توپ او نوي بوټان ورته راوړي وو. احمد دتوپ په ليدوډېرخوښ شو اوپه سندرو ويلو يې پيل وکړ. بوټانو ورته وويل چې هغوئ دې پښو کړي،ځکه چې د جادويي ښارڅخه راغلي دي. احمد ددې خبرو په اورېدوډېر خوښ شو اوګمان يې وکړ چې بوټان به يې پخپله په پښو کيږي او د اړتيا په مهال به له پښو وځي. بوټانو وويل چې هغوی داکار نه کوي ،ځکه بيااحمد ټنبل اموخته کيږي. احمدبوټان ليري وغورځول او ويې ويل چې دا کار ورته لوی بار دی. هغه توپ واخيست اولوڅې پښې يې وزې څړځای ته بوتللې. هلته يې پښې ژوبلې شوې. بوټان مرستې ته ورغلل خو احمد کندې ته وغورځول. لږه شېبه وروسته دهغه ديوې وزې پښه دغره دډبرو په منځ کې بنده شوه او بغارې يې وهلې. احمد مرستې ته ورغی.  | | | احمد ګمان وکړ چې جادويي بوټان به يې پخپله په پښو کيږي او د اړتيا په مهال به له پښو وځي. |
د وزې په شاوخواکې دډېرو اغزيو له امله احمد ونکړای شول هغه وژغوري. هغه ته د خپلو بوټانو ارمان ورغی اودکندې په لور ولاړ. هلته يې وليدل چې څپلۍ پهره داري کوله، هغې احمد خپل پاچا، موزو، ته ورساوه. هغه ورته په غوصه شو چې بوټان نه شي ورکولای. احمد وعده ورکړه چې وروسته تر دې به لوڅې پښې نه ګرځي. دپاچا هم په احمد زړه وسوځيد او بوټان يې بېرته ورکړل. |