يو وخت، يوه ځنګله ته نږدې، يوه سړي په خپله باغچه کې چرګان ساتلي وو. يوه ورځ يوه وږې ګيدړه دښکار په نيت باغچې ته ورغله. نورچرګان دګيدړې په ليدو وتښتيدل خو چرګ ونې ته ټوپ کړ .ګيدړې دهغوی دتېښتې لامل وپوښت، چرګ ورته وويل چې دهغې له ډاره وتښتېدل. ګيدړې په چالاکۍ وويل ، دځنګله پاچا امر کړی چې وروسته تر دې به دځنګله ځناور يوپربل کار نلري. چرګ دکلي خواته مخ واړاوه اوويې ويل يو ځناور، چې اوږده غوږونه اوببره لکۍ لري، ددوئ خواته ورروان دی. ګيدړه د دې خبرو په اوريدو وتښتېدله . چرګ ګيدړه وپوښتله چې هغه ولې وتښتيده، ګيدړې وويل چې سپی راروان دی، کيدای شي هغه دپاچا له فرمان څخه ناخبر وي. بله ورځ شوخی چرګوړی د يوه شاپرک په نيولوپسې ځنګله ته ورسيد. هلته ګيدړه په مخ ورغله اوغوښتل يې چې ويې خوري.  | | | وږې ګيدړې وويل دځنګله پاچا امر کړی چې وروسته تر دې به دځنګله ځناور يوپربل کار نلري. |
شوخي له ډاره ورسره روغبړ وکړ ، ورو، ورو شاته روان شو او ترې ويې غوښتل چې دده پر ځای يې مور وخوري چې ښه غټه ده. چورګوړي په خبرو، خبروګيدړه تر باغچې ورسوله،هلته يې ديوال ته ټوپ کړاوپه خندا يې ګيدړې ته وويل چې هغه مورنلري، ځکه چې ماشيني دی. |