 | | | شوپرک، چې د چنچڼې په ټوکه خفه شوی و، د شپې خوب نه ورتللو اوسخت ډارېده. |
و نه و په پخوا زمانو کې لمر او ملمخه (لمرګلی ) د يو ځنګل له شوپرک ، مارغانو او پتنګانو سره ښه ټينګ انډيوالان وو. لمر به چې راوخوت ټول به ويښ شول اولوبې به يې ورسره کولې او ماښام به لمر بېرته په خپله مخه تللو. همداسې يوه ورځ لمر نوی په راختو و. لمر ملمخه، چنچڼه او شوپرک راويښ کړل چې لوبې وکړي. چنچڼې له شوپرک سره ټوکې کولې چې سر يې د موږک دی، د شوپرک دا ټوکې نه خوښېدلې. په لوبو کولو کې ورځ تېره شوه.بل ګهيځ هغوئ بيا راټول شول چې لوبې وکړي خو دشو پرک درک نه و مالوم، لمرخپه برېښېده. چنچڼه په شوپرک پسې و لاړه او هغه يې ماښام نږدې راووست. لمر په خواشينۍ ورته وويل چې اوس ته راغلې خو زه روان يم. شوپرک چې د چنچڼې په ټوکه خفه شوی او ټوله ورځ يې خوب کړی و ډېروږی و دشپې خوب نه ورتللو اوسخت ډارېده. مګر ويې ليدل چې شپه ډېره مهربانه ده او غواړي مرسته ورسره وکړي. هغه خوښ و چې اوس د شپې څخه نه ډارېده.  |  هغوی ټول پدې پوه شول چې هم لمر ته اړتيا لري او هم شپې ته.  |
هغه له شپې سره خبرې کولې چې بوم راغی او هغه يې بوت چې د خوړو ځای وروښيي تر څو څه وخوري. بله ورځ ټول يوځای راغلل. ټول پدې پوه شوي وو چې لمر هم ددوئ ملګری دی او شپه هم، ځکه چې دوئ هم لمر ته اړتيا لري او هم شپې ته. |