BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: د کوکنارو غوزه

دکوکنارو غوزې

و نه و پاس آسمان و لاندې ځمکه او ددغې ځمکې په سر د ستار په نوم يو هلک و چې اجمل نومی هلک يې ډېر نږدې انډيوال و.

يو وخت ستار دوئ ښار ته ولاړل او اجمل په کلي کې يواځې پاتې شو. ډېر وخت وروسته ستار د اجمل د ليدولپاره کلي ته راغی.

ستار د اجمل دوئ کورته ولاړ او هلته خبر شو چې ملګری يې ناڅاپه مړ شوی دی. ستار ډېرخواشينی شو او دهغه دمړينې لامل يې وپوښت.

د اجمل مور نه پوهېدله. بيا هاغو پټيو ته ولاړ چې اجمل پکې کار کاوه. هلته يې هلکان وليدل چې د کوکنارو نېش يې واهه اودهغه شيره يې څښله.

هغوی ټول نشه ښکارېدل. ستار دلته هم داجمل د مړېنې راز پيدانکړ. بېرته کلي ته ستون اود شپې په همدې چورتونو کې ويده شو.

په خوب کې يې ولېدل چې د کوکنارو د غوزې نه ديو جوړ شوی و او په اجمل پسې يې منډې وهلې.

دکوکنارو نيش وهل
ستار پوه شو چې اجمل ملګری يې د کوکنارو د شيرې له خوړلو مړ شوی دی.

ديو اجمل ونيو او خپله شيره يې د هغه په خوله کې واچوله. اجمل دخپلې مړينې چيغې وهلې .

کله چې له خوب نه راويښ شو، پوه شو چې ملګری يې د کوکنارو د شيرې له خوړلو مړ شوی دی.

عبداللهد ژوند کيسې
هوښيار هلک
درې پتنګاند ژوند کيسې
درې پتنګان
ډډی پسهد ژوند کيسې
سرخېله
نانځکهد ژوند کيسې
لته يي نانځکه
د هيلۍ بچیژوند کيسې
د هيلۍ بچی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>