فريحه يوه مهربانه او خوږ ژبې نجلۍ وه چې له خپلې خورلڼې، مليحې، سره پۀ يوه کلي کې اوسېدله او لوبې به يې سره کولې. يوه ورځ فريحې، مليحې ته يوه لته يې نانځکه ورکړه چې دهغې ډېره خوښه شوه او نازکو نوم يې ورته غوره کړ. بله ورځ د مليحې يوه پخوانۍ ملګرې، محبوبه ،چې کورنۍ يې ښار ته کډه شوې وه، راغله اومليحې ته يې يوه پلاستيکي نانځکه راوړه. مليحې د فريحې نانځکه لېرې وغورځوله اود محبوبې سره يې لوبې پيل کړې. تصادفاٌ نا نځکه فريحې ته په لاس ورغله اوډېره خواشينې شوه. يوه ورځ فريحې مېلې ته مستې راوړې او مليحې ته ورکړې خوهغې فريحې ته هيڅ ور ونۀ کتل او هغه يې محبوبې ته يې ورکړې . وروسته مليحې نينې راوړې ، ټولو ته يې يو يو موټی او فريحې ته يې نيم موټی ورکړې. دمليحې پدې کارفريحه ډېره خواشينې اوناروغه شوه.  | | | مليحې په ميله کې ټولو ته يو يو موټی نينې او فريحې ته نيم موټی ورکړې. |
دهغې ټولې خورلڼې ،پرته له مليحې،يې پوښتنې ته ولاړې .څو ورځې وروسته محبوبه بېرته ښارته ولاړه، او مليحه يوازې شوه. له کوره خواشينې ووتله چې څوک د لوبو لپاره پيدا کړي . پدې وخت کې د فريحې ورور ، محمود ورته دفريحې دناروغۍ وويل. هغې ځان د فريحې دوی کورته ورساوه ،دخپلوتېروتنو بښنه يې وغوښته اولته يې نانځکه يې هم بېرته واخېسته او په مخ يې ښکل کړه. |