BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:23 گرينويچ 2009 ,31 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: د هيلۍ بچی

دهيلۍ بچی او مور يې

په يوې سيمې کې درېو چرګوړو ، برګي، خړکي او کلنګي ، ژوند کاوۀ. هغوئ په ګډه لو بې کولې او دانه يې خوړله.

تصادفاً همدا مهال يوې هيلۍ له خپل بچي سره ، چې وزر يې ژوبل او له سېله پاتې و، د يوې ونې لاندې ځای ونيو.

د هيلۍ بچی ولاړ چې شاوخوا ساعت تيري وکړي چې سترګې يې په درېواړو چرګوړو ولګېدې، چې پخپلو مېنځو کې يې لوبې کولې.

کلنګي دهيلۍ بچي ته د لوبو وړانديز وکړخوخړکي او برګي پرې ملنډې وهلې او د لوبو په مهال يې د هغۀ ژوبل وزر کش کړ.

د هيلۍ بچی بېرته خپلې مور ته ستون شو.بله ورځ کلنګي او دواړو ملګرو يې د هيلۍ نه وغوښتل چې بچی له هغوئ سره لوبو ته پرېږدي.

هغوی د سترګو پټولو لوبې پيل کړې، خو کله چې دهيلۍ د بچي د سترګو پټولو وار شو، برګي هغه په کندې برابر کړ او سخت ژوبل شو.

دهيلۍ بچی او مور يې
يوې هيلۍ له خپل بچي سره ، چې وزر يې ژوبل او له سېله پاتې و، د يوې ونې لاندې ځای ونيو.

کلنګي ولاړ چې يوه پاکه ټوټه راوړي او ژوبل ځای وروتړي، مګر خړکي او برګي، لۀ دې ويرې چې هيلۍ خبره نشي ، هغه اوبو ته واچاوۀ چې مړ شي.

د هيلۍ بچي په لامبو خپلې مورته ځان ورساوه. يوه ورځ درېواړو چرګوړو د ويالې تر غاړی لوبې کولې چې برګی اوبو ته ولويد.

ټول حيران و چې څرنګه يې راوباسي. په دې وخت کې کلنګي دهيلۍ پۀ بچي پسې ولاړ او د هغۀ په مرسته يې برګی راواېست.

وروسته تر هغې ټول چرګوړي دهيلۍد بچي سره ملګري شول او پۀ ګډه يې لوبې پيل کړې.

مات بوتلژوندکيسې
مات بوتل
کب خوړونکیژوند کيسې
زوړکب خوړونکی
پيشوژوند کيسې
دبري راز
دشهزاده تصويرژوند کيسې
دشهزاده تصوير
برګیژوند کيسې
چالبازه ګيدړه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>