فهيمه او منصور ، خور اوورور وو ،چې تل به يې يوځای يې لوبې کولې. يوه ورځ يې مور منصورته يوه ټوکرۍ بوتلونه ورکړل چې دباندې يې وغورځوي. فهيمې غوښتل يو شيشه يي بوتل د لوبو لپاره واخلي خو منصورنه پرېښوده. په همدې کش او ګيرکې دبوتلونو ټوکرۍ وغورځيده اوټول بوتلونه مات شول. فهيمې دبوتلونوټوټې له ځان سره واخيستې اوله کوره ووتله. په دې وخت کې دهغې خو ر لڼې ، نادرې د خپل کورخځلې په کثافت دانۍ کې اچولې . فهيمې ، نادرې ته وويل چې غواړي له پلاستيکي بوتلونود ګيلاس اود ماتوشيشو څخه دغاب(بشقاب) په ځای کار واخلي. نادرې ورته وويل چې بوتلونه چټل ، تېره او خطرناک دي، خو فميمې يې خبروته هيڅ غوږ ونه نيو اوبوتلونه او شيشې يې واخيستې. کله چې بېرته انګړ ته ننوته ، منصور غوښتل مات بوتلونه کثافت دانۍ کې واچوي. فهيمې ترې هيله وکړه چې بوتلونه هغې ته ورکړي خو منصور ونه منله.  | | | فهيمې غوښتل يو شيشه يي بوتل د لوبو لپاره واخلي خو منصورنه پرېښوده. |
فهيمې مات بوتلونه کش کړل چې ناڅاپه يې لاس ژوبل شو . مور يې ورته په يوه پاک ټوکر وتړه او کلنيک ته يې ورسوله. فهيمه دلاس دپانسمان څخه وروسته بېرته کورته ستنه شوه. منصور ورته دلوبو سامونه راوړل چې يومات بوتل هم پکې و. فهيمې منصور ته وويل چې ژر دې مات بوتل دلوبو دسامانونو له منځه ليرې کړي څويې لاس ژوبل نه کړي. |