يووخت موږکانوپه يوه ښار حکمراني کوله. يوې ډلې پيشوګانو ددې ښاردنيولوپه نيت بريدوکړ خو ويې نه شونيولای. هغوی نه پوهېدې چې دموږکانو د دومره زور راز په څه کې دی. په دې وخت کې توره پيشو، چی ددوی جاسوسه وه، په منډه،منډه راغله . هغې وويل چې دموږکانو دبري راز دهغوي په يووالي کې دی اوترڅو اتفاق ولري، د هيچا زور پرې نه شي رسېدلای. يوه ورځ دوه پهره دارموږکان، دخوړولپاره آشپزخانې ته ولاړل خو هيڅ هم نه وو پاتې. هغوی خپل مشرته شکايت وکړخو ځای يې ونه نيو. موږکانو له پهرې کولو لاس واخيست او پخپلو کې په جګړه بوخت شول. ددوی له بې اتفاقۍ پيشوګانې خبرې شوې او ديوه بريد په ترڅ کې يې ښارله موږ کا نو ونيواو هغوی يې بنديان کړل.  | | | تورې پيشو (جاسوسې ) پيشو وويل چې د موږکانو د بري راز د هغوي په يووالي کې دی. |
بله ورځ دموږکانومشرهغوی ټول راوغوښتل او ديووالي يې ورته وويل خو هيچا دخپل مشر لارښوونو ته پام ونه کړ. بله ورځ يوموږک په بيړه خپل مشرته خبر راووړ چې ټول موږکان ديووالي په قدر پوه شوي او غواړي خپل ځانونه اوښارله پيشوګانو خلاص کړي. هغوی په ګډه په خپلو تيرو غاښونوځمکه وکيندله اوپه پيشوګانويې بريدوکړ چې په پايله کې يې خپل ښاربېرته دپيشوګانوله ولکې وژغوره. |