يووخت دخالدار او تاجدارپه نومونوچرګانو، د پرپای اوطوقدار په نومونو له دوو کو ترو سره، غره ته نږدې ، په يوه کلي کې ژوند کاوه . هلته د برګی په نامه يوه سپی هم ژوند کاوه چې دوی ټول له يوې ګيدړې ډېر په عذاب وو او غوښتل يې ځانونه ترې وژغوري. تاجداروويل : که ګيدړه دکلي له لارې راغله چرګان به يې څاري اوکه دبام له لارې راغله، کوترې به يې څاري. ګېدړه دهغوی ددې پلان نه خبره شوه او د مرغانو له بڼکو يې ځان له وزرې جوړې اودچرګانو په لور ورغله. هلته يې تاجد ار ته دخپل کلي د زياتو دانوستاينه وکړه او هغه يې په چل اوهنر له ځان سره بوتللو.  |  ټولو تاجدار په دې خبره پوه کړ چې نور ددښمن په خوږوخبرو ونه غوليږي.  |
دتاجدار مور ټول ځايونه ولټول خو پيدا يې نه کړ، يوې چرګې ورته وويل چې تاجدار کلي ته د يوه نوه راغلي چرګ سره ولاړ. په دې وخت کې ناڅاپه پرپای راغله او ويې ويل چې هغه چرګ نه بلکې ګيدړه وه چې تاجداريې له ځان سره بېولی دی. ټولو دبرګي په مرسته تاجدار دګيدړې له منګولووژغوره اوهغه يې په دې خبره پوه کړ چې نور ددښمن په خوږوخبرو ونه غوليږي. |