سيسلي يوه نجلۍ وه چې د نارون اوسومرت پۀ نومونو له خپلو دوو ورونو سره د ځنګل ترڅنګ په يوه کلي کې اوسېدل. نارون او سومرت داسې سترګې درلودې چې په کتلو به يې هر راز اور بلېده او مړ کيده. په ځنګل کې يو ډېر خطرناک ديواوسيده چې په پټه به کلي ته راتللو اودخلکو کورونه او شتمنۍ به يې سوځولې خو نارون به هغه اورونه مړه کول. له دې کبله نارون په خلکوډېرګران و خوسومرت بيا په دې کارونوکې برخه نه اخيستله . دې کار دسومرت غوسه راوپاروله او يوه ورځ يې لۀ ډېره قهره دکلي دملک کورته اور واچاوۀ چې بياخلکو ونيو او په ونې پورې يې وتاړه . لږځنډ وروسته نارون راورسيداو اور يې مړ کړ او له کليوالو يې دخپل ورور د بښنې غوښتنه وکړه، کليوالو هم دنارون په خاطرهغه وباښه.  | | | نارون او سومرت داسې سترګې درلودې چې په کتلو به يې هر راز اور بلېده او مړ کيده. |
يوه ورځ ،چې نارون هم په کور کې نه و، يوې زړې بوډۍ د ديو د بيا راتګ خبر راوړ او ويې ويل چې دديو طاقت دهغه دغاړې په ځنځير کې دی. په درنګ شېبه کې ديو کلي ته راورسيد او هرڅه ته يې اور ورته کړ. سومرت دهغه مقابلې ته ووت اوټول اورونه يې مړه کړل. سومرت دديو دغاړې ځنځيرهم د خپلوسترګوپه اور اوبه اوديو په ځمکه را پر ېو ت . خلکوله سومرت نه خوښي څرګنده چې خپل کمال يې په ښه توګه وکاروه. |