يوه ورځ دشاهدکوچنی ورور،واجد، له کوره ورک شو. شاهد دهغه په لټون پسې ووت ، په لاره يې يو سړی وليدچې بوجۍ يې په شا وه. شاهدپرې بدګمانه شو اودهغه لاره يې وڅارله.سړی يوې دښتې ته ورسيد ، هلته يوه ونه راڅرګنده شوه چې بڼ پکې و، سړی هغې ونې ته ورننوت . وروسته سړی څټک په لاس ديوې داسې پنجرې خواته لاړ چې څو دانې کوترې پکې وې. بوجۍ يې په ځمکه کېښوده چې واجدپکې راڅرګندشو. سړي وويل : " زه جادوګريم، هر ه مياشت يو ماشوم راولم او له کان نه پرې يو خاص شی راباسم چې پرې ژوندی پاتې کېږم اوماشوم په کاڼي بدليږي. جادوګر په څټک دپنجرې ور بېرته کړاوله کوترو يې ، يوه آزاده کړه چې ناڅاپه په هلک بدله شوه. شاهد چې دا حالت وليدمنيرته ورغی اوآهنګري يې ترې زده کړه او دمنيرپه سره د هماغې دښتې خواته ولاړ او جادوګر يې وليد چې بياهماغې ونې تر ورننوت.  | | | شاهد ديو څاري چې څرنګه پنجره ماته او کوتره په هلک بدلوي. |
منيراو شاهدپه پټه جادوګر پسې بڼ ته دننه شول اوپنجره يې په څټک ماته کړه چې د واجدپه ګډون ټولې کوترې په هلکانو بدلې شوې. بيايې دپنجرې په منځ کې يو لال وليد، هغه يې مات کړ چې جادوګرپه تور لوګي بدل اوهواته پورته شو. هلکانوله واجداومنيرنه خوښي څرګنده کړه چې هغوي يې وژغورل،خو شاهد وويل چې ټول کمال دهغه په کسب کې نغښتی دی. |