BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:57 گرينويچ 2009 ,13 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ژوند کيسې: جادويي مينه

جادويي مينه

يو وخت ديوه ځنګل تر خوا يو لرګی ماتوونکي له خپلو زامنو،نبي ،کريم ، نصير او لور ،رقيې اونوروکليوالوسره ژوندکاوه.

دوی ټولودځنګله له ځناورو سره ښه سلوک کاوه. يوه ورځ دلرګي ماتونکي زوی ، نبي بلبله اوسايره ونيول اوپه قفس کې يې بنديان کړل .

دځنګله اېږ ،چې دبلبلې او ساېرې په غږ مېن و، له نبي سره دښمني شوه اولرګي ماتو ونکي ته يې خبرورکړ چې نور ځنګله ته رانشي.

بله ورځ ټول کليوال ځنګله ته له غشو او لينديو سره ولاړل،نبي دځناورو لورته غشی وويشته چې ناڅاپه دايږ دبچی چيغه پورته شوه.

ايږ دنبي په دې کارډير خوابدی شو او هغوی سره يې سخته جګړه پېل کړه چې کريم دوی ماته وخوړه ، نبي يې يرغمل کړاو رقيه هم نامعلومه وه.

کليوال دنبي دخلاصيدو په اړه غږيدل چې نصير راغی او ويې ويل چې رقيه داېږکورته تللې او په جګړه کې د ټپي شووځناورو سره مرسته کوي.

دايږ بچی د لاس له درده ډېرکړېده ،رقيي يې لاس ورتاړه چې ناڅاپه ايږ راويښ شو او هغې ته يې په غوسه مخ ور واړاوه.

رقيه
رقيې دايږ او دځنګل دنورو ځناورو ترمنځ روغه وکړه او ټولوله سره په ګډه ژوندپيل کړ.

داېږ بچي خپل پلارته وويل : "پلارجانه ، په دې نجلۍ مه په غوسه کېږه، دې له ماسره ډېره مرسته وکړه."

رقيې دايږ دغوسې وپوښتل، هغه وويل چې ولې نبي دځنګل ښکلې مرغۍ بنديانې کړې؟ رقيې وويل چې دا خبره پرته له جګړې هم حل کېدای شی .

رقيه ولاړه خبره يې له خپل پلار او وروڼوسره شريکه کړه ، لږ ځنډ وروسته له ټولو کليو الو سره راغله اودوی ټول بيرته دوستان شول .

ساتونکیژوند کيسې
ساتونکی
توريالی ،ګلابژوند کيسې
زنګ وهلی ټوپک
سپين غاښیژوند کيسې
باوفاياران
غمي داره اميل ژوند کيسې
غمي داره اميل
اېشېدلې هګۍژوند کيسې
اېشېدلې هګۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>