|
ژوند کيسې: ساتونکی | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په پخوا زمانو کې يو سترسوداګر و چې دخرڅلاولپاره به يې مالونه وړل راوړل، خو يو وخت دهغه دکاروانونو لارکې يوه خطرناکه بلا پيدا شوه. سوداګرد دخپل ځان اومال د ساتلو له پاره څو تنه تکړه کسان راوغوښتل چې په هغوی کې دسعيدپه نامه يوناتوانه خو هوښيارهلک هم و. سوداګر څوشرطونه کېښودل چې سعيد له ناچارې ورځې ټول ومنل اوهغه يې په نيمه تنخواه ونيو. څو ورځې وروسته کاروان روان شو، اود زيات منزل وروسته ډوډۍ ته تم شول چې په دې مهال دديوخطرناک غږ ددوی پاملرنه ځانته ور واړوله. ناظرسا تونکو ته وويل چې غشي او ليندۍ تيار اوپه ديو دې بريدوکړي ،خو ديو وويل چې ددوی مالونه به لوټوي ځکه هغه په غشو نه ژوبليږي . سوداګرله ديو وغوښتل چې دوی ته لاره ورکړی، خو ديو وويل چې دې کار ته يو شرط لري چې پوښتنه يې ځواب کړي. سعيد له ديو نه دهغه سوال وپوښت، ديو وويل :" هغه څه شی دی چې سهار په څلورو پښوځي ، غرمه په دوو پښو او ماذيګر بيا په دريو پښو ځي؟ " ټول له وېرې لړزېدل ځکه دهغه په ځواب نه پوهېدل ، خوسعيد له يو څه سوچ کولو وروسته وويل :
" ستا دپوښتنې ځواب انسان دی چې سهار يې ماشومتوب چې خاپوړې کوي اوپه څلورپښوځي، اوغرمه يې دغټوالي نښه ده چې په دوو پښو ځي . کله چې انسان زوړ شي نو هغه يې دعمر ماذيګر دی چې دلاس دلکړې او دوه پښو سره ځي." ديوډېر خوښ شو او سعيد ته يې دخپلوبرېتويوتار وېښته ورکړچې که داړتياپر مهال يې دود کړې هغه به يې مرستې ته حاضرشي. وروسته تر هغې ديو په خوښۍ دکوه قاف په لور ولاړ او سوداګر هم خپله نيمه شتمني سعيدته ور وبښله. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||