په پخوا زمانو کې د اجمل ،زلمي او اسد په نومونوماشومانو ژوند کاوه اوتل به يې په باد، باران او سخت لمر کې په گډه د کلي په ميدانۍکې لوبې کولې. يوه ورځ اجمل اوزلمی لوبې کولې خواسد لوبوته نه و راغلى. اسد پسې کورته ور روان وو، په لاره کې يې داسد پلار وليدچې هغه يې ډاکترته روان کړى و. بله ورځ اجمل اوزلمی داسد پوښتنې ته ورغلل . داسدد بد حال په ليدوډېرخواشيني شول .اسد وويل : " دا هر څه راته دلمر له کبله راپيښ شول ؛ لمر ډير بد شی دی." اجمل دوی دهغه خبره و نه منله. ډاکټراسدته ويلي ووچې لمر ته دډيرې ګرځيداله امله ناروغ شوى دی. اسدله هغې ورځې وروسته له لمرنه ځان پټ ساته چې هوا مخ په سړيدو شوه. يوه ورځ هغوی لوبې کولې ، د زلمي اواجمل ساړه وشول او کورونوته لاړل خو اسد ته ساړه ښه اېسيدل،ځکه په لمرکې ناروغه شوى و.  | | | اسد تل په سره لمرکې لوبې کوي چې له دې کبله سخت ناروغ شو. |
اسد به هره ورځ د کلي په ميداني کې ساړو ته ناست و چې يوه ورځ يې ناڅاپه په پښو اوځان درد شو. لمر اسد ته غږ کړ. اسدهاخوا دې خواډېروکتل خو څوک يې ونه ليدل. حيران وچې دابه څوک وي؟ لمرځان وروپيژانده او ورته يې وويل: " ته له ما بې ځايه کرکه لرې . ستا د وجود درد د دې له امله دى چې له ما پټ گرځې." اسد ورته وويل داکار ددې له پاره کوي چې لمر سړى ناروغه کوي.خولمروويل: "که هر څوک له ما په اندازه استفاده وکړي ډېره ګټه ورسوم. که زه نه واى ورځ به هم لکه شپه تياره واى . ونې ، بوټې اوخلک هم بې له ما ژوند نشي کولاى." |