ليلا يوه نجلۍ وه چې ژيړ طلايي رنګه ويښتان يې درلودل او په ټولو همزولو او خپلوانو کې په طلايي رنګه ويښتانو مشهوره وه اودهغې دژاولو ژول خوښيدل. هر کله به چې بنجاره والا راغی نو ليلابه رنګ په رنګ ژاولې ترې اخيستې، خو دليلا يو بد عادت دا وچې ژول شوي ژاولې به يې هرې خواته اچولې. دهغې دغه کار ټول له ستونزو سره مخامخ کړي و ځکه کله به دچاپه کاليو اويا هم په ځينو نورو شيانو نښتې وې. يوه ورځ ليلا له خپلو خورلڼو سره دخپلې نانځکې په واده کې سندرې ويلې. مژګانې يې د ويښتانو ډيره ستاينه وکړه. دليلا هم دمژګانې نوی کميس چې لويه لمن يې درلوده ډېر خوښ کړ. مژګانه خوښه شوه او ويې ويل چې مور مې کميس نه راکوه ځکه چې د ورور واده ته يې راته اخيستی دی. يوناڅاپه دنرګسې پام دمژګانې لمنې ته شوچې ژاولې پرې نښتې وې مژګانې پۀ ژړا ژاولې د ليلا وبللې او ويې ويل چې مور به مې څومره په قهره شي.  | | | ليلا چې ښکلي زېړ ويښتان يې لرل تل به يې خوله له ژاولو ډکه وه. |
مژګانې واده پرې ښوده اولاړه. بله ورځ دماما د زوی واده ته ليلا خپل ويښتان ږمنځول چې يوناڅاپه يې په ويښتانو کې ږمنځ بنده شوه. مور يې ورته وويل: "ستا په ويښتو کې خو ژاولې نښتې دي خپل ښايسته ويښتان خودې خراب خراب کړه. زه بايد هرو مروستا ويښتان قيچي کړم." ليلا نه غوښتل چې ويښتان يې قيچي شي. مور يې وويل چې دا هر څه ستا له لاسه دي ځکه چې هرې خوا ته دې ژاولې اچولې. مور يې دليلا ويښتان قيچي کړه. ليلا ژړل خو مور يې ورته وويل چې ويښتان دې بېخچن په ژاولو شوي نه و که نه نو ډير ويښته به مې قيچي کړي و. |