BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:49 گرينويچ 2008 ,06 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: بې ګټې هڅه

د ناچاوده توکو ټولو پايله

د ولسوالۍ د بازار پۀ ګڼه ګوڼه کې د نظر پۀ نوم يو هلک د زړو او سپنو څخه ډکه کارچۍ د خپل پخواني بيپار احمدګل دوکان ته راوړه.

نظر احمدګل ته د اوسپنو د تللو پر مهال وويل چې پۀ يوې غونډۍ کې يې نورې غټې غټې اوسپنې ليدلي دي.

احمدګل وايي چې لۀ اوسپنو تېر شي ځکه چې ډېرې خطرناکې دي. نظر چې د جګو بوټونو او د فوټبال د توپ ارمان لري وايي چې دا به وروستی ځل وي.

کله چې نظر وروستۍ اوسپنه تلې ته پورته کوي لاس يې ژوبلېږي او لۀ احمدګل سره کلينيک ته ځي.

هلته يوه جلۍ ويني چې لاس يې ژوبل وي. هغه وايي چې زړه اوسپنه يې موندلې وه پۀ تيږه يې وټکوله، ناڅاپۀ چاودنه وشوه او لاس يې ور پرې کړ.

نظرد شپې پۀ خوب کې لۀ خپل ملګري مريدسره اوسپنې ټولوي. ويني چې هره اوسپنه مار جوړېږي او نظر کلک نيسي چې مونږ واخله.

نظر او کباړ
نظر وړې وسپنې د خرڅلولو لپاره د ګل احمد دوکان ته راړې.

نظر سخت ډارېږي. کله چې سبا لۀ مريد سره هماغې غونډۍ ته ځي چې دۀ مخکې ليدلې وه ورته د جلۍ او خوب کيسه کوي.

مريدوايي چې هغه خو خوب و او بل مونږ د جلۍ غوندې اوسپنه پۀ تيږه نۀ وهو نو ډار ندی پۀ کار.

پۀغونډۍ کې اوسپنې ټولوي، يوه اوسپنه ناڅاپه چوي او نظر سخت ژوبلېږي. خلک يې کلينيک ته بيايي. تر جوړېدو وروسته لۀ اوسپنو ټولولو لاس اخلي.

شوخه وزهد ژوند کيسې
شوخه وزه
تورلمرژوند کيسې
تورلمر
اومې مڼېد ژوند کيسې
اومې مڼې
سليمان د رسم کښلو پر مهالد ژوند کيسې
ورک رسم
د احمد ټانکرد ژوند کيسې
شوګير کوونکي
دمکتب زنګ د ژوند کيسې
دمکتب زنګ
سوی چې د نيکمرغۍ په لټه کې دید ژوند کيسې
دنيک مرغي په لټه کې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>