BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:11 گرينويچ 2008 ,02 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: دنيک مرغي په لټه کې

سويان او کشکره دنيک مرغي په لټه کې

په يوه ځنګله کې دوه سويانو، چې يويې ډډکی او بل يې سورکی نوميده، له خپلې مور او پلار او يوې کشکري سره خوشحاله ژوند درلود.

يوه ورځ يې مور او پلار وويل چې مونږ ځکه خوښ يو چې نېکمرغي زمونږ کورته راغلی ده. دکوچنيو سويانو په فکر کې وګرځېدل چې نېکمرغي څوک ده؟

بله ورځ چې يې مور او پلار په کار پسې ووتل سويانو ټول کورلټاوه چې نيک مرغي پيدا کړي. دوئ په لټون لګياوو چې کيشکره راغله.

دوئ ورته وويل چې دنېکمرغي په نوم يوڅوک لټوي. هغه هم ورسره ملګرې شوه، خو څه يې پيدا نه کړه. وروسته يې پام شو چې دروازه وازه پاتې ده او نېکمرغي به دباندې وتې وي.

ټول په ګډه په نيکمرغۍ پسې دباندې لاړل. شاوخوا سيمه يې ولټوله خوڅه يې ونه موندل. وروسته يې په ډنډ کې له يوې هيلۍ نه وپوښتل.

هغې وويل چې لږ مخکې په دې لاره څوک تير شو. هغوئ له ځنګله نه ووتل اوپه دښته کې دبل ځنګله په لور روان وو چې ناڅاپه يو شي په مخه کړل.

د سويانو پلار
 د سويانو مور او پلار وويل چې زمونږ نيک مرغۍ خو زمونږ بچيان دي.

ټول په يو غار کې پټ شول. څرنګه چې کيشکره په الوتلو کور ته تلای شوه، نوډډکي ورته وويل چې زمونږ کور ته هم خبر يوسه چې مونږ خلاص کړي.

کيشکره په بيړه د سويانو موراو پلار ته ورغله اوپوښتنه يې ترې وکړه چې ولي ژاړئ؟ هغوئ وويل چې مونږ په خپلې نيکمرغي پسې ژاړو.

کيشکرې وويل چې تاسو مه ژاړئ! ځکه چې ستاسو اولادونه هم په نيکمرغۍ پسې تللي دي. د سويانو مور او پلار وويل چې زمونږ نيک مرغۍ خو زمونږ بچيان دي.

کيشکره په دې خبره حيرانه شوه او ويې ويل هغوئ د ليوه له ډاره هلته پټ دي. وروسته ټول په ګډه لاړل او سويان يې دليوه له شره خلاص کړه.

سويانود بې اجازې لېرې تګ له امله بخښنه وغوښته او هوډيې وکړ چې پس له دې به دنوي نوم په اوريدولومړی دهغه شي په اړه معلومات ترلاسه کوي.

شهزاده چونګښهد ژوند کيسې
شهزاده چونګښه
ديودژوند کيسې
بندي شهزاده
هندوانهد ژوند کيسې
برګه هندوانه
نادر لامبيد ژوند کيسې
دکلي ډنډ
ماتې څانګېد ژوند کيسې
ماتې څانګې
د لوبوساماند ژوند کيسې
د لوبوسامان
ورک شوی ورید ژوند کيسې
ورک شوی وری
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>