|
د ژوند کيسې: دکلي ډنډ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
و نه و يو کلى و، له هغې غټې ويالې نه لری و چې په اوړي کې به هلته هلکانو لامبل، يوه ورخ د هلکانو پام شو چې له دوى سره نادر لامبو ته نه ځي. ټول دې خبرې ته حيران ووکله چې دوى بېرته کلي ته راستانه شو نونادر يې مخې ته راغى. د هغه په ليدو ټول حيران شول، ځکه چې نادر لامبلي وو. نادر وويل چې، ماد ﻻمبو لپاره يو ډير نژدې ځای ليدلی او هلکانو سره يې وعده وکړه چې سبا به يې هماغه ځای ته بيايي. په سبا نادر ټول هلکان دکلي تر شاه ډنډ ته بوتلل. هلکانو دا ډنډ پخوا هم ليدلی و بريالي وويل: "خدای پوهيږي د دې ډنډ اوبه د څه وخت دي وګوره څنګه رنگ يې بدل ښکاري او غاړو کې يې اوبړۍ هم پيدا شوي دي." اجمل وويل: "مونږ خو يې څه اوبه نه څښو په کې لامبو."
اجمل او نادر ډنډ ته ځانونه ورواچول نادر ته لامبو ډير خوند ورکړ، ناڅاپه يې د غوټې وهلو پرمهال د ډنډ اوبه تيرې کړې. يوه ورځ بريالى پټيو ته روان و ويې ليدل چې اجمل د خپل پټي پر پوله خوابدى ناست دى، له هغه يې وپوښتل چې ولې لامبو ته نه و تللى؟ اجمل ورته وويل چې نور په هغه ډنډ کې لامبل خوند نه ورکوي ځکه چې اوبه ډېر ژر خړيږي. دبريالي د اجمل پر مخ وړو زيړو او سرو دانو ته پام شو. اجمل وويل چې دا ګرمي دانې دي خپله ښې کيږي خو د نادر ناروغي ته انديښمن و، بريالی په وار خطايۍ د نادر د ناروغۍ په اړه وپوښتل. اجمل وويل چې يو ناڅاپه له خولې او نسه شوى خداي پوهيږي که جوړ شي. دنادر پلار بې له ځنډه هغه ډاکټر ته وروست. ډاکټر انو نادر بستر کړ، څو ورځې وروسته نادر روغ او له روغتونه رخصت شو. بريالى او اجمل يې پوښتنې ته ورغلل. نادر ډېر خوار شوی و او اجمل دوی ته يې د ډاکټر له خولې وويل چې په ولاړ اوبوکې لامبل رنګارنګ ناروغۍ پيدا کوي چې د ده ناروغي هم د همدې اوبو له کبله وه. بيا يې اجمل ته د ډاکټر له خولې وويل چې، د انسان پر مخ مردار دانې هم په ولاړو او ناپاکو اوبو کې د لمبېدو نه پيدا کيږي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||