|
د ژوند کيسې : دښکاري تېښته | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يوې پړانگې لۀ خپلودوو بچيانو ښايستوکي او پستکۍ اولۀ دوو سپيانو بخمل اوتازي سره گډ ژوند کاوه،دوی د اوبو او خوړو لۀ کموالي سره مخ شول. يوه ورځ پړانگې خپل بچي پرېښوول ښکار پسې ولاړه، لږ ځنډ وروسته پړانگه بېرته راغله، تازي دپړانګې پۀ ليدو ناببره کريکه کړه. د تندې لۀ امله د پړانگې حال خراب پر ځمکه راولوېدله. تازي او بخمل پۀ اوبو پسې ولاړل خو پيدا يې نۀ کړې. تازي وويل : د غره لمن کې چينه شته".ټول همالته ولاړل څو ورځې يې تېرې کړې.يوه ورځ پړانګې وويل: " دا سپيان ډېرې اوبه څښی د چينې ټولې اوبۀ به خلاصې کړي". تازي او بخمل يې لۀ اوبوڅښلو نه منع کړل، پۀ دې کار سپيان ډېر خواشيني شول.
تازي بخمل ته پۀ غوږ کې وويل:" نورموږ لۀ پړانگې سره يو ځاى نۀ اوسېږو، ځکه موږ تل ور سره ښۀ کوو دا راسره بدکوي". سپيان بېرته خپل پخواني ځای ته ولاړل . پړانگه هماغلته د چينې خواکې د يوۀ بل حيوان داوسېدوپۀ مېنه کې پاتې شوه، څو ورځې تېرې شوې يوه ورځ ناڅاپه پړانګې د لېوۀ غږ واوريدۀ، ډېره اوتره او حيرانه شوه. پړانګه ښکار پسې تله خپلو بچو ته يې وويل:"همدلته پټ شئ!". لږ ځنډ وروسته يې لورډېره تږي شوه. ورور سره يې چينې ته ولاړه، هلته ليوۀ ګيره کړه او ويې تښتوله. پړانگه ستړي ستومانه راروانه وه چې دژړا غږيې واورېدۀ، ډېره وارخطا خپل زوی ته ورغله. زوی يې ورته وويل:" پستکۍ لېوۀ وتښتوله ". پړانګه ډېره خواشينې او وارخطا شوه، زوی ته يې وويل: ته د سپيانو خواته ورشه زه ځم چې خور دې له لېوۀ نه خلاصه کړمه. .ښايستوکۍ ولاړه، ټوله کيسه يې سپيانو ته وکړه ،هغوی هم ډېرخپه شول. همدغلته سپيانولۀ لری وليدل، چې لېوۀ د دوی خوا ته راروان دی.
لېوۀ سره يې جګړه وکړه او پستکی يې ترې راخلاصه کړه. شېبه وروسته پړانګه خواشينې راغله د پستکی پۀ ليدو ډېره خوښه اوحيرانه شوه. لور يي ورته وويل:" سپيانولۀ لېوۀ نه خلاصه کړم".پړانګې چې دلور خبرې واوريدې ،پۀ خپلو کړو ډېره پښېمانه وه ولاړه لۀ سپايانو يې مننه وکړه او بخښنه يې ترې وغوښته . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||