BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:06 گرينويچ 2008 ,22 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: خټين لوښي

خټين لوښي

ياسمينه او زهرا دوه خورلڼې وې، تل به يې يوځای لوبې کولې . يوه ورځ زهرا لۀ خپلې نانځکې سره پۀ سندرو ويلود ياسمينې دوی کور ته ورغله .

نانځکې يې کېنولې، د ياسمينې مورغږ کړ چې ډوډۍ وخورئ. نانځکې يې پرېښودې اوولاړې ، د ډوډۍ خوراک وخت کې ياسمينه يو ځل لۀ کوټې نه د باندې ووتله .

زهرا چې بېرته راغله، د نانځکې يوه پښه يې ماته شوې وه ،ناڅاپه يې کريکه کړه،زهرا شک وکړ چې ياسمينې به ماته کړې وي .

ياسمينې ته يې څۀ ونۀ ويل،يوه خبره ورپۀ زړۀ شوه، زهرا ته ېې وويل:" راځه چې نانځکې ته لۀ خټو نه واړه واړه لوښي جوړ کړو،"

باغ ته ولاړې، هلته يې خټين لوښي جوړ کړل او لمر ته يې کېښودل . ياسمينې وويل:" راځه اوس وچوکي ( خاشاک ) راټول کړو." زهراوويل:

خټين لوښي
سردار د زهر اد نانځکې پښه او خټين لوښي مات کړل، ياسمينه او زهرا يې سره خپه کړل.

" نانځکه مې پۀ خټو شوي ده پۀ وياله کې يې مينځم. ياسمينې وچوکي راټول کړل راغله زهرا نه وه ، پۀ دې وخت کې زهرا راغله نا ببره يې کريکه کړه .

زهراوويل:" تا ولې زما لوښي مات کړي دي؟ ياسمينې دا خبره ونۀ منله، زهرا پۀ غوصه وويل:" نانځکه مې هم تا ماته کړې ته د ډوډۍ پۀ وخت د با ندې ووتې.

ياسمينې وويل:"دا کا رما نۀ دى کړى ځکه چې هاغه وخت د اوبو څښلو لپاره له کوټې وتلې وم.".

دواړو جگړه وکړه ، زهرا پۀ خواشينۍ و لاړه، ياسمينې ناڅاپه غږ کړ:" زهرا وزهرا! ته يو ځل دلته راشه وګوره دا څه شى دي ؟ ).خو هغه رانغله .

ياسمينه چې کور ته ورسېده د ورۀ مخې ته يې د خپل ورور سردار بوټان په خټو لړلي وليدل.

هماغسې خاپونه يې در لودل لکه دماتوشوو خټينو لوښو څنګ ته يې چې ليدلي وو. پوښتنه يې ترې وکړه:" بوټان دې ولې پۀ خټو دي ؟ هغه انکار وکړ.

ياسمينې وويل:" تا زمونږ خټين لوښي مات کړي دي، او دزهرا د نانځکې پښه هم تا ماته کړې ده

سردار ومنله خو ويې ويل:" خو ماپه قصد نه دي مات کړي."له خپلې خورنه يې بخښنه وغوښته. ياسمينې ورته وويل:" تۀ بايد د زهرا مخکې خپله پړه ومنئ."

خټين لوښي
سردار پړه ومنله او بخښنه يې وغوښته خوکاش چې له اوله يې دې خبرې ته فکر کړی وای.

دواړه د زهرا دوى کورته ورغلل، سردار خپله پړه ومنله، له زهرا يی بخښنه وغوښته. زهرا ورته وويل:

" که تا خپله پړه منلې واى ،ما بۀ ياسمينې باندې شک نه کاوه. زهرا له ياسمينې نه بخښنه وغوښته

 پټه خبرهد ژوند کيسې
پټه خبره
عاجزکهدژوند کيسې
عاجزکه
 منګیدژوندکيسې
ډوب شوی منګی
 پسه دژوند کيسې
نازولی پسۀ
غمی والا ساعتد ژوند کيسې
غمی والا ساعت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>