شريفه، عاطفه اوراضيه درې خورلڼې وې . يوه ورځ شريفه او راضيه لۀ لمر خاتۀ مخکې لۀ کورنه راووتې چې سابۀ وکړي ، خو عاطفه نۀ ښکاريده. عاطفه نوره هم وځنډېده، هغوی اندېښمنې شوې چې هغه ولې رانغله ؟ شريفې غوښتل ورته تم شي خو راضيې وويل:" عاطفه به کار لري، راځه چې ولاړې شو نا وخته شو." دوی دسبو په ټولولوبوختې وې چې عاطفه له ورايه راښکاره شوه، هغه ډېره غوصه برېښېده، په بل پټي کې يې سابۀ وکړل، بيانو هماغسې مروره خپل کورته ولاړه.  | پټه خبره  عاطفې په بل پټي کې يوازې سابۀ وکړل، بيانو هماغسې مروره خپل کورته ولاړه. .  |
بله ورځ سهار شريفه له کوره راووته، ګوري چې راضيه او عاطفه دواړې پۀ ګډه د ګلالۍ نانځکې ته کميس ګنډي، ځکه چې دنانځکې وادۀ يې ؤ. شريفه يې خواته ورغله، خو عاطفې ورسره خبرې و نۀ کړې، ورته يې وويل:" نۀ غواړم چې خبرې درسره وکړم." شريفې ترې د خوابدۍ لامل وپوښتۀ، خوعاطفې ورته بد رد وويل. دګلالۍ د نانځکې د وادۀ پۀ ورځ ، دوی خورلڼو لۀ کورونو نه يوڅه د خوړلولپاره راوړي وو، عاطفې هم يوه ډکه کاسه پخې وريژې راوړې اودنغري پۀ خواکې يې کېښووې. نجونو ورغږکړ:"اور سره پام کوه! لمنه به دې وسوځې." عاطفه تروره شوه،د وريژو ډکه کاسه يې نسکوره شوه، پرشريفې غوصه شوه چې تا چپه کړه . راضيې ورته وويل:" شريفه خو اوس راغله، هغه نه وه خبره چې دا وريژې تا راوړي ." عاطفې په غو صه وويل:" ځکه يې لۀ شريفې نه کرکه کيږي چې هغه، يوه ورځ د سبو ټولولو لپاره ورته نۀ وه تم شوې."  | | | که مې خبره هماغه وخت سپينه کړې وای، تر منځ به موخواشيني نه رامنځته کېدله |
راضيې ور ته وويل:" پۀ هغه ورځ خو دا خوارکۍ درته ډېره تم شوه، بيا زما پۀ ټينګار سبو ټولولو ته ولاړو." عاطفې خپله پړه ومنله، ويې ويل:"که يې دا خبره په زړه کې نه وای ساتلې، په هماغه وخت يې سپينه کړې وای، ددوی تر منځ به خواشيني نه رامنځته کېدله." |