|
د ژوند کيسې: د زمري بچی | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يو لوی ځنګل و چې، ډول،ډول ځناورو پکې ژوند کاوه. يوه ورځ دپړانګ بچی، چابکی د زمري بچی، زورور وليدچې د زمري له بچي، پنجور سره روان و. چابکي نرمکي ته وويل چې دا نوی زمری څوک دی چې ځنګله ته راغلی دی؟ نرمکي وويل چې زه يې هم نه پېژنم، راځه چې دواړه نږدې ورشو. پنجور، زورور ته وويل چې څنګه دا ځنګل دې خوښ شو؟ زورور وويل چې هو! خوښ مې شو، ځکه چې دلته مې ستا غوندي ملګری پيدا کړ . نرمکي له پنجور څخه وپوښتل چې دا مېلمه څوک دی؟ پنجور وويل چې، دی مېلمه نه دی، بلکې د همدې ځنګله دی. نرمکي وويل چې څنګه؟ زورور وويل چې زموږ پلرونه پخواله دې ځنګله تللي وو، اوس بيرته راغلو. نرمکي زورور ته وويل چې ځان له ځنګلي غوايانو څخه ساته، ځکه چې هغوی زموږ دښمنان دي، تر دې وروسته به زه اوته په ګډه لوبې کوو. پنجور وويل چې زه نرمکی نه پرېږدم چې له زورور سره لوبې وکړي. يوه ورځ زورورغوښتل چې د هغې چينې اوبه وڅښي چې دچابکي دوی دکور ترڅنګ تېره شوې وه خو چابکي پرې نه ښود او ويې ويل چې دا چينه يوازي زموږ دکورنۍ ده. نرمکي وويل چې چابکيه له زورور سره دي څه شور جوړ کړی دی؟ پنجور وويل، چې دی پوه کړه چې بايد په ځنګله کې زموږ په خوښه ژوند وکړي. زورور پر لاره روان شوچې، پنجور پوښتنه ترې وکړه چې چېري روان يې؟ زورور وويل، ځم چې يوځای دڅښلو اوبه پيداکړم. پنجور ورته وويل چې په دې ځنګله کې له دې چينې پرته بل ځای اوبه نشته. زورور حيران شو چې اوس څه وکړي؟ پنجور ورته وويل چې دا دچابکي عادت دی چې ځنګله ته نوي راغلي حيوانات ځوروي . چابکي اونرمکي به تل زورور ته ستونزې جوړولې. يوه ورځ پنجور زورور ته وويل چې ولې څه نه ورته وايې؟ زورور وويل چې خير دی، وخت يې راشي. يوه ورځ پنجور او زورورو لوبې سره کولې چې ځنګلي غوايان راښکاره شول. دوی دواړو ځانونه پټ کړل او انتظار يې ايست چې غوايان ولاړ شي، خو غوايان داسې ښکارېدل لکه ښکارته چې يې کمين نيولی وي. په دې وخت کې د زورورسترګې پر چابکي اونرمکي ولګيدې چې په لوبو بوخت وو . غوايانوهغوی ته کمين نيولی و. زورور پنجور ته وويل چې راځه له دوی سره مرسته وکړو.
خوپنجور وويل چې دا کار نه کوو، ځکه چې دوی ته ځورولی يې. زورور وويل چې، ماته مې مور ويلي چې دبدۍ په وړاندې به نيکي کوې. زورور پر چابکي دوی غږ وکړ چې و تښتي،چې له دې سره سم هغوی هم وتښتېدل. غوايانوته د زورور په دې کار ډېر درد ورغی او په هغه پسې يې منډې کړې. په دې وخت کې ناڅاپه زورور چيغې کړې، ځکه چې دمنډو پر وخت په يوه کنده کې ولوېد. د هغه په چيغه، پړانګه راغله او غوايان يې وشړل. تر دې وروسته ټولو په ګډه زورور له کندې څخه راو يست. چابکی پر خپلو تېرو کړو ډېر پښېمانه و او وروسته به ټولو په ګډه لوبې سره کولې او کلک ملګري شول. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||