|
دژوند کيسې: ګرانه پوښتنه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په يوه کلي کې څوماشومان وو، چې باقر، رشيد، احمد او مريمه نومېدل. دوی يوه ورځ دکلي له نورو ماشومانو سره غره ته په خسو راوړلو پسې تللي وو. کله چې بيرته راتلل، نو دکور لاره ځنې ورکه شوه،چې په همدې ګرځېدوکې مريمه ډېره تږې شوه. رشيد دوی چې هرڅومره په اوبو پسې وګرځېدل نو اوبه يې پيدا نه کړې. په دې وخت کې ناڅاپه د باقر او احمديوه غارته پام شو چې، د اوبو شرهاری ځنې راته . له دې سره سم ټولو دغار پرخوامنډې کړې چې مريمې ته اوبه راوړي. غار ډېر تنګ و، ر شيداحمدته وويل چې زه غارته نه شم ور ننوتلای، ته ورننوزه، ځکه چې ته وړوکی يې. احمد هم دغه خبره ومنله او غار ته ورننوت، خو پسې ورک شو. ورپسې رشيد هم په زحمت غارته ورننوت خو دهغه هم درک نه شومعلوم. پاته ماشومان ووېرېدل اوغوښتل يې چې وتښتي، خوباقر وويل چې موږ خپل ملګري يوازي نه پريږدو. باقر د مريمې له ټيکری نه تراډې ( تسمې ) وايستې ،سره غوټه يې کوي، ماشومانوته يې وويل چې، که خطر و نو زه تراډې درته ښوروم، تاسي به تښئ. کله چې باقرغارته ورننوت نوهلته يې يو بدشکله ديو وليد او ډېر و ډارېده. ديو دويالې پر غاړه ولاړ و او دده دوه ملګري يې بنديان کړي وه. باقر په ډار ديوته سلام وکړ او د يو ته يې په زاريو وويل چې، زما ملګري راخوشي کړه. ديو وويل چې ستا ملګري مې ځکه بنديان کړل چې زما پوښتنې ته يې ځواب رانه کړ. باقر وويل چې خير دی، زه به ستاپوښتنې ته ځواب درکړم. ديو وويل چې، په نړۍ کې تر ټولو ښه ځای کوم دی؟ باقر تر لږ ځنډ وروسته وويل چې، تر ټولو ښه ځای، هغه دی چې، څوک په کې خوښ او ازاد وي . د باقر ځواب دديو خوښ شو او هغه ته يې وويل چې په ماپسې راځه. باقر حيران و،چې ديو مې چېرې بيايي؟ ديو وويل چې، زه هرڅه درته وايم ته به يې منې. باقر وويل چې سمه ده. ديو وويل چې هغه مخامخ کوټې ته دکړکۍ له لارې ورشه. هلته ډېر قفسونه پراته دي چې يو پکې داسي قفس دی چې دروازه يې نه ښکاري. ددغه قفس دروازه پيداکړه او مرغۍ يې خوشي کړه. کله چې باقر دهغه قفس مرغۍ ازاده کړه نو د يو په انسان واوښت.
په دې کارسره باقر ډېر حيران شو اوديو ته يې وويل چې، اوهو ته خو انسان يې! ديو وويل چې زه له اوله انسان وم، خو يوه جادوګر په ديو بدل کړم، زمابيرته انسان کېدل ددې قفس په مرغۍ پورې اړه درلوده. بيا ټول له غارڅخه روغ رمټ راووتل او په خوشالۍ دخپل کور پر خوا روان شول. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||