|
د ژوند کيسې: ماتې ښېښې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په يوه کلي کې نوی سړک تير شوی و ، خو د نوي سړ ک له جوړيدو نه لا لږوخت نه و تير چې دکلي هلکانو ته يوه نوې ستونزه پيدا شوه. يوه ورځ منګل ، زلمی، علي او دکلي نوروهلکانو د خپلې دې ستونزې دحل لپاره په ګډه وويل چې دا تن بايد ضرور پيدا کړو، ترڅو دکلي مشران نور مونږ تورن نه کړي. اصلي خبره داسې وه چې د سړک له جوړيدو نه وروسته به هره ورځ کوم چا په موټرو پسې تيږې وارولې او بيا به په کلي کې غټه لانجه جوړه وه . يوه ورځ منګل اوزلمی له کوره راووتل. همدا چې سړک ته رانږدې شول له لرې د يوه موټر غږ راغی. کله چې موټر تيرشو نو لږ وړاندې يې يوه اوزه ووهله. زلمی انديښمن شو، خومنګل هغه ته په بيړه وويل چې له ما سره راځه. زلمی حيران و چې څه خبره ده؟ دواړه دسړک پر غاړه دولاړ زاړه ديواله په لور ورغلل ، خود ديواله شا ته څوک نه و، منګل وويل چې يو چا د دې ديوال له شا نه پر موټر د تيږې وار وکړ. په سبا غرمه د منګل مور منګل ته يوه کټوه مستې ورکړې چې دعلي دوۍ کورته يې يوسي. منګل چې هلته ورغی، علي په کور کې نه و، منګل له خپلې تره ښځې نه دعلي پوښتنه وکړه . هغې وويل چې د سړک له جوړيدو را وروسته علي ټوله ورځ دباندې وي. د علي مور دمنګل په غوښتنه لاړه چې کټوه وزګاره کړي چې له لرې دموټر غږ راغی. وروسته ددوۍ دسراچې کوټې کړکۍ چا په تيږه وويشته. منګل په منډه بام ته وخوت، ويې ليدل چې دکوټې ښيښه ماته شوې ده. دعلي مور د تيږې وارونکي ته ښيرې وکړې . منګل هغه زاړه ديوال ته کتل چې د علي دوۍ دکور مخا مخ دسړک پرها بله غاړه ولاړ و،چې سترګې يې د علي په وړې خور نازنينې ولګيدې. نازنينه په لوڅو پښو له کوره راووته او په چورګوړي پسې د ماتو ښيښو پرخوا په منډو شوه. منګل ژر راښکته شو اوپه نازنينې پسې له انګړه ووت . په همدې وخت کې يې علي وليد چې دزاړه ديواله له شاه نه راښکاره شو ،د نازنينې پر خوا يې را منډې کړې، خو نازنينه په ښيښو وخته.
د منګل پر علي شک راغی چې د تيږو وارونکی دی دی، ځکه پروني هلک چې په موټرپسې يې تيږې وارې کړې، دعلي په شان کالي يې پر تن وه. دعلي مور بيا هغه ورانکاري ته ښيراوکړې خو منګل ورته وويل چې ته خپل زوی ته ښيرا کوې. علي حيران شو. منګل ورته وويل چې ما پرون وليدې چې په موټر پسې دې تيږې وارې کړې،او نن هم دزاړه ديوال له شاه نه راووتې ، علي خپله غلطي ومنله او په خپل دې کار پښيمانه شو. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||