|
د ژوند کيسې: پښېمان هلک | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په يوه کلي کې درې خورلڼې وې چې، پلوشه، زرمينه او سپوږمۍ نومېدلې. دوى به تل له خپلو کورونو څخه د لوبو شيان راوړل او په گډه به يې لوبې پرې کولې. ددوی يو کليوال هلک چې ميرويس نومېده، هم له دوی سره لوبې کولې. يوه ورځ پلوشې ته خپل پلار له ښارڅخه داسې نانځکه ( ناوکۍ ) راوړې وه چې مسالې ( بېټرۍ ) يې خوړلې ، هم يې خندل اوهم نڅېدل . دوی په ډېرې خوشالۍ نانځکه کتله چې په دې وخت کې ميرويس راغی. ميرويس پلوشې ته يې وويل چې، ته يوځل دا نانځکه راکړه چې زه يې هم وګورم، خوپلوشې ور نه کړه. ميرويس وويل چې پلوشې هاخواوګوره، هغه څه شی دی؟ کله چې پلوشې هغې خواته وکتل، ميرويس نانځکې ته ورحمله کړه او ځنې ويې تښتوله. د ميرويس دا عادت و چې دخپلو همزولو د لوبوشيان به يې تښتول ،خو وروسته به يې بيرته ورکول. دنانځکې له تښتولو سره سم پلوشه په ژړا شوه. په دې وخت کې دکلي نورې نجونې هم راټولې شوې او په ګډه په مېرويس پسې رواني شوې چې يوه شيبه وروسته يې ميرويس په ميداني کې پيداکړ. پلوشې دوی زارۍ ورته وکړې چې نانځکه راکړه خو ميرويس و نه منله. په پای کې نجونو ورته وويل چې موږ ځو، ستا مور اوپلار ته وايو. ميرويس وارخطا شو او ويې ويل چې زما مور او پلار ته مه واياست، نانځکه مو بيرته درکوم. ميرويس نانځکه د يوې تيږې شا ته پټه کړې وه، کله چې ولاړ چې هغه راواخلي، ګورې چې هغه نشته. نجونومېرويس ته وويل چې يابه نانځکه راپيداکوې اويابه يې تاوان راکوې. ميرويس حيران و چې ماخو نانځکه دلته ايښې وه، دا نوڅه شوه؟ تر يوڅو خبرو وروسته دميرويس او نجونو ترمنځ شخړه جوړه شوه چې، په دې وخت کې د ميرويس تره ( اکا ) راغی. نجونو دنانځکې کيسه ورته وکړه . دميرويس تره وويل چې لږ شېبه مخکې يوه سپي يوشی په خوله کې نيولی او دتوريالي دوی دکور پر خوايې منډې وهلې، ما فکر وکړ چې کومه مرداره به يې موندلې وي. ميرويس په سپي پسې ټول کلی چاڼ کړ، خو پيدا يې نه کړ . اخر مجبور شو، د توريالي دوى کورته ورغی او هغه ته يې وويل چې سپي دپلوشې نانځکه ستاسي کره نه ده راوړې؟
توريالي وويل چې زموږ کره سپی بيخي نه دی راغلی، خو ميرويس داخبره و نه منله چې په دې وخت کې پلوشې دوی هم راغلې. نجونوميرويس ته وويل چې، زموږ دنانځکې تاوان راکړه،که نه پلارته دي وايو. اخر ميرويس مجبور شو، هغه پيسې چې دتوپ اخيستلو لپاره يې ټولې کړي وې، پلوشې ته دنانځکې په تاوان کې ورکړې. نجونو پيسې دميرويس تره ته ورکړې چې دوی ته بله هغسي نانځکه رانيسي. ميرويس له ځانه سره کلک هوډ وکړ چې بيابه هيڅکله دچاشی نه تښتوي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||