|
د ژوند کيسې: خطرناک سفر | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
و، نه، و، په ډېرو پخوا زمانوکې دچکي او مکي په نوم دوه مکروبونه وو. دوی دواړه دومره واړه وو چې په سترګونه ليدل کېده. دوی به په ناولو ځايونوکې اوسېدل چې ځانو ته خواړه پيداکړي. يوه ورځ يو چا هغوی په سطل کې له خځلوسره پر يوه ډيران وغورځول. دواړه ترچټليو لاندې پټ شول. کله چې له چټليو څخه راووتل نو د چټليو په ليدو ډېر خوښ شول. چکي وويل چې د انسان ګېډه ددوی لپاره تر ټولو ښه ځای دی، خو مکي پر دې ټينګار کاوه چې اوسنی ډېران ښه ځای دی، ځکه چې دلته دخوراک لپاره هرڅه پيدا کېږي. چکي دخپلې خبرې په تائيد وويل: ”ای ساده! د انسانانو په ګيډه کې پر هغو خواړو چې دوی يې خوري، زه اوته کولای شوچې خپله دانسانانو له وجود څخه هم خپل خواړه واخلو، په تېره بيا د هغوی وينه ډېره خوندوره ده، اوس ژرځان موړ کړه“.
مکي وويل چې دا دی لګيا يم، خو دا مچان مې ډېر بد ايسي. چکي وويل چې ای ساده! دا مچان خو زموږ الوتکي دي چې هر ځای ته مو رسوي. تر دې وروسته چکي اومکي ديوه مچ په پښو پوري ځانونه ټينګ کړل، مچ والوت او يوه کور ته ورسېد. مکي غوښتل چې په دغه کور کې را کوز شي، خو چکي پرې نه ښود. ځکه چې دکورخلک ډېر پاکخوره وو، ټول بوخت وو چا لوښي، چا ځايونه، چا ځانونه اوچا تازه مېوې او ترکارۍ مينځلې. په دې کور کې نه مچان او نه هم ددوی ملګري ليدل کېدل. چکي او مکي دوی له دې کوره تېرشول او يوه بل کورته ورسېدل. هلته يې وليدل چې يوې ښځې خپلو ماشومانو ته مڼې راوړي دي. هغه و چې دواړه د مچ په مرسته کښته شول او پر مڼې کېناستل. په دې وخت کې ماشومانو غوښتل چې مڼې همداسي ناولي وخوري خو مور يې پرې نښودل. دماشومانو مور پاڅېده او د مڼو په مينځلو يې پيل وکړ، مکي او چکي هڅه وکړه چې ځانونه دمڼې په ګونجو کې پټ کړي خو ويې نه شوکولای، ځکه چې ښځې د مڼو ټول ځايونه پرېمنځل.
تر دې وروسته مکي او چکي ډېر ستړي د مردارو اوبو و يوه ډنډ ته ور ورولوېدل. کله چې له ډنډ څخه راووتل نو بيا دخوړو پيداکولو په فکر کې شول. مکي چکي ته وويل چې نور دليري ځايونو نوم راته وانخلې، خو چکي بيا هم دانسان دګېډې ستاينه وکړه او مکي ته يې وويل چې د دغو اوبو په وسيله به ځانونه يوه ځای ته ورسوو. هغه و چې دواړو ځانونه د ناولو او بو ويالې ته ور واچول، دوی دناولو اوبو پر سر ناست وو چې په دې وخت کې دچکي سترګې پر يوې نجلۍ ولګېدې چې ماري نو مېده. چکي مکي ته وويل چې هله ملګريه ځان برابر کړه چې دهغې نجلۍ په لاسونو پوري ځانونه ونښلوو. مکي ورته وويل چې که دې نجلۍ هم دهغې ښځې په شان خپل لاسونه پرېمنځل بيا به څه کوو؟ چکي ورته وويل چې، مه ډارېږه ماته دا نجلۍ پاکخوره نه ښکاري، لاسونو ته يې وګوره، څومره خيرن دي.
په دې وخت کې دماري مور راغله او هغې ته يې نارې کړې چې راشه ډوډۍ وخوره. په دې وخت کې چکي او مکي خپل ځانونه د ماري په لاسونو پوري ونښلول. ماري چې کوټې ته ورغله نو مور يې ورته وويل چې ولاړه شه يوځل دي لاسونه ښه پرېوله، بياراشه ډوډۍ وخوره. مکي او چکي په دې خبره ډېروارخطا شول. خو ماري دخپلې مورخبره ونه منله او په ناولو لاسونو دسترخوان ته کېناستله او په ډوډۍ خوړلو يې پيل وکړ. مکي او چکي د ماري په دې کار ډېر خوښ شول او دواړه له ډوډۍ سره يوځای دماري ګېډې ته ننوتل او هلته يې خوشاله ژوند پيل کړ. چکي ومکي ته وويل: اوس چې دي هرشي ته هواکېږي خوره يې. څه موده وروسته ماري ته له خواګرځي سره دګېډې درد پيدا شو او سخته ناروغه شوه. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||