BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:52 گرينويچ 2007 ,15 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دژوندکيسې: خوږ اوازه مرغۍ

ښکلي مرغان

په يوه بڼ کې څوخوږ اوازو او ښکليو مرغانو ژوند کاوه. دې مرغانو به تل خپل سرونه په وزرونو کې پټ کړي او چورتونه به يې وهل.

يوه ورځ سېمرغ، چې ددې بڼ پاچا و، دوى ته پام شو.

دسېمرغ ددوی دغه عادت هيڅ خوښ نه شو، د بڼ ټول مرغان يې راوغوښتل او ورته ويې وويل:

”زه ستاسي لپاره دخواږه غږ يوه مسابقه جوړوم او ګټونکي مرغه ته قيمتي جايزه هم ورکوم.

جايزه به داوي چې ګټونکی مرغه به دتل لپاره زماسره په ماڼۍ کې اوسېږي.

 زه ستاسي لپاره دخواږه غږ يوه مسابقه جوړوم او ګټونکي مرغه ته قيمتي جايزه هم ورکوم.
سيمرغ

بله ورځ دمسابقې لپاره دسېمرغ باغ ته ډلې، ډلې مرغان راغلل چې، په دې ډله کې بلبله، کنري، سايره او کارغه هم شامل وو.

سيمرغ ټولو مرغانو ته وويل چې ولاړ شئ او په پورې دره کې د چار مغزو په ونو کې د يوڅو ورځو له پاره تمرين وکړئ چې، د سيالۍ له پاره ښه چمتو شئ.

ټول مرغان هماغې درې ته ولاړل او په تمرين يې پيل وکړ.

څو ورځې وروسته کشکرې ته دسېمرغ خبره ور په ياد شول چې سبا سيالي پيل کېږي.

هماغه وچې ژر والوته چې مرغان خبرکړي. کشکرې لومړی د بلبلې، بيا دکنري او وروسته دسايرې احوال واخيست.

سايرې ورته وويل چې کارغه خپه دی. کشکره ولاړه اوله کارغه څخه يې دهغه دخپګان پوښتنه وکړه.

کارغه وويل چې زه ځکه خپه يم چې ښه تمرين مې نه دی کړی. بلبلې کشکرې ته وويل:

سيمرغ
 ولاړ شئ او په پورې دره کې د چار مغزو په ونو کې د يوڅو ورځو له پاره تمرين وکړئ چې، د سيالۍ له پاره ښه چمتو شئ.
سيمرغ

له بدرنګه کارغه څخه هيڅ نه وېرېږم، خوله دې ژيړکۍ کنري څخه لږ ډارېږم چې مسابقه راڅخه ونه ګټي.

کشکرې بلبلې ته وويل چې، ټول مرغان خبر کړه چې سباسهار سيالي پيل کېږي.

بلبلې له قصده کنري ته دسيالۍ احوال ورنه کړ، ځکه هغې ګومان کاوه چې کنري به سيالي ترې وګټي.

سبا ورځ ټول مرغان د سيالۍ په ميدان کې حاضر وو، خو کنري نه ښکارېده.

سېمرغ له کشکرې څخه وپوښتل چې اياسيالۍ ته ټول مرغان راغلي دي کنه؟

کشکرې وويل چې نور ټول مرغان راغلي دي، خوکنري لاتر اوسه نه ده راغلې.

بلبلې له سېمرغ څخه وغوښتل چې وخت خوشي ضايع کېږي، سيالي به پيل کړو.

 له بدرنګه کارغه څخه هيڅ نه وېرېږم، خوله دې ژيړکۍ کنري څخه لږ ډارېږم چې مسابقه راڅخه ونه ګټي.
بلبله

سايرې وويل چې خير دی، کنري ته به لږ نور انتظار هم وکړو.

سيمرغ دبلبلې په خبرو تيرووت او دسيالۍ پيل کولو حکم يې وکړ.

سيالي لا نه وه پيل شوې چې کنري راورسېده اوسيالي پيل شوه. ترسيالۍ وروسته سېمرغ وويل:

”ما غوښتل چې تاسي ويښ، فعاله او پر سندرو ويلو راولم،

داچې تاسي ټولوپه سيالۍ کې برخه واخيسته اوټولو سندرې وويلې، نو زه هم تاسي ټول دجايزې وړګڼم.

تاسي ټول بريالي اوګټونکي ياست، تر دې وروسته به تاسي ټول زماسره په ماڼۍ کې يوځای اوسېږئ.

مرغۍ

ډاروونکی سيورید ژوند کيسې
ډاروونکی سيوری
زرينه قومرغهدژوند کيسې
زرينه بڼکه
 ګندنهد ژوند کيسې
د ګندنې پاڼه
ترکی پسهد ژوند کيسې
ترکی پسه
غلدژوند کيسې
پاچا او غلۀ
کباړد ژوند کيسې
دکباړ ګټه د اور سکروټه
نولۍدژوند کيسې
ويده ښامار
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>