|
دژوند کيسې: زرينه بڼکه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
و، نه و، په پخوا وختونو کې په يو کوچني کلي کې يو کب نيونکی اوسېده چې، يوه ښځه اودوه ماشومان يې درلول، دوی ښه هوسا او ارام ژوند يې درلود. کله چې کب نيونکى مړ شو، نو د هغه د مېرمنې او اولادونو ژوند بدمرغه شو. فدا چې د کب نيوونکي مشر زوى و، دکور مشري ور په غاړه شوه. فدادوی ته له پلاره يوڅه پيسې ورپاتې وې او په هغه يې دکور ګوزاره کوله. فدا به داسې شيان هم رانيوله چې چندان به اړتياورته نه وه. مور يې څوځله هغه له دې کاره منع کړ، خو هغه د مور خبره و نه منله.يوه ورځ يې مور فدا د سودا لپاره ښار ته ولېږه. دی چې کله ښار ته ولاړ، نو هلته د ډول ډول شيانوپه ليدو ډېر خوښ شو او د کورد سودا په پيسو يې ځينې د لوبوسامان، خوراکي شيان او دوې مرغۍ واخيستې. کله چې کور ته ولاړ، نو د دوی کره مېلما نه راغلي وو، د فدا مور له ناچاريه مېلمنو ته وچه ډوډۍ اود تېرې شپې پاتې خواړه ورکړل او فدا ته ډېره په قهر شوه. فدا ته يې مور وويل:” دغه ټول شيان بيرته دوکاندار ته وروړه اوپيسې ځنې راوړه! د شريفې تبه ده زه يې ډاکټر بيايم“. فدا حيران و چې اوس څه وکړي؟ په دې وخت کې شريفې فدا ته وويل چې مور مې رښتيا وايي، دا څووم ځل دى چې، ته پر خپل سر هغه شيان اخلې چې، هېڅ اړتيا نه ورته لرو. فدا خواشينی ښار ته ولاړ. هلته دوکاندار مرغۍ تر پخوانۍ بيه ارزانه ځني واخيستې. فدا په هماغو پيسولږه سودا کور ته واخيسته او دا ځل يې بياهم ځينې بې کاره شيان واخيستل. مور يې شريفه روغتون ته بوتله او ډاکټر ورته دوا وليکله، خو له دوی سره د دوا پيسې نه وې.
ناڅاپه فدا ته ورپه ياد شول، چې پلار يې ويل، خاک شير دتبې لپاره ډېر ښه دي هغه وچې، دی هم سمدستي په خاکشيرو پسي ولاړ. فدا په خاکشيرو ټولولو لګيا وچې، يو عجيبه غوندې غږ يې واوريد. فدا دغږ په اورېدو ډېر وډارشو او پر خپل ځايه ودرېد. په دې وخت کې بيا هغه غږ واورېدل شواوداسې يې وويل: له ما څخه مه وېرېږه، زه قومرغه يم، زه له يوه جادويي سيمې څخه راغلی يم، زموږ دسيمې ټول مرغان د انسان په شان خبرې کولای شي، خو ته دلته څه کوې؟ فدا وويل چې، زما نوم فدا دی او دکب نيوونکي زوی يم، خور مې ناروغه ده، زه راغلم چې خاکشير ور وړم.
قو وويل چې زه به ستا د خور د دواپه باب مرسته درسره وکړم، خو په دې شرط چې ته به هم زما يوکارکوې. دا کار يوازې انسان کولای شي او لږ ګران هم دى. کار دادی چې، ما په خپل حوض کې هر ډول کبان ساتلي دي، خو زه غواړم چې ته له هغه ډنډڅخه چې داړونکي ژوي يې ساتنه کوي، ماته يوڅو دانې کبان راوړې. فدا هم دغه خبره ومنله، قو هغه ته دخپل وزر يوه بڼکه ورکړه او ورته ويې ويل چې، کله دغه بڼکه په ځان پوري ومښې نوڅوک دې نه ويني. فدا هم بڼکه په ځان پوري ومښله، ډنډ ته ورغی، څو دانې کبان يې ونيول او قو ته يې راوړل. قو، فدا ته آفرين ووايه او ورته ويې ويل چې ته ولې دخپل پلار په شان دکبانو نيولو کار نه کوې؟ فدا وويل چې زما مور د کبانو نيولو ټول شيان خرڅ کړل او موږ ته يې په هغه پيسو ډوډۍ واخيسته.
قو مرغه، فدا ته خپله يوه زرينه بڼکه ورکړه او ورته ويې ويل، چې دغه بڼکه خرڅه کړه، خو په يوه شرط چې د کور ضروري سودا او د خور دوابه دې پرې اخلې. فدا، هم قوته کور ودانی ووايه او له ځان سره يې هوډ وکړ چې، په دې پيسو به دکبانو نيولو سامان اخلي، تر څو بيرته پرخپلو پښو ودرېږي او تر دې وروسته به پر بې ځايه شيانو پيسې نه ورکوي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||