BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دژوند کيسې: پاچا او غلۀ

پاچا او غله

و، نه و، په پخوا زمانو کې يو مهربانه پاچاو. د ده د پاچاهۍ په زمانه کې يو څو تنه غلۀ پيداشول، چې دباغونو مېوې به يې غلاکولې.

دوی د ډېرو باغونو مېوې غلاکړې، خو هيڅوک په پوه نه شول.

باغوانان به تل په دې لټه کې وو، چې دغه غلۀ پيداکړي. دوی يوه ورځ ترخپل منځ دغلو په اړه غږېدل. يوه وويل:

ما په خپل باغ کې سپی خوشې کړی دی خو بيايې هم د غلو مخه و نه نيوله. لنډه داچې دوی هر يوه له غلو څخه سرټکاوه.

يوه ورځ د پاچا زوی (شاهزاده) پر لاره تېرېده، چې د باغوانانو دغه خبرې يې واورېدې.

 ما په خپل باغ کې سپی هم خوشې کړی دی خو بيايې هم د غلو مخه و نه نيوله، هېڅ نه پوهيږم چې څه وکړم.
بڼ وال

بله ورځ شهزاده په چکر وتلی و، چې د دمې لپاره هماغه باغ ته ورغی. يوه شيبه وروسته يې وليدل، چې څو تنه غله باغ ته ورغلل.

غلو شاهزاده ونه پېژانده. شاهزاده هغوی ته وويل، چې ماهم له ځانه سره ملګری ګړئ. غلو هم د شاهزاده خبره ومنله او هغه يې په خپله ډله کې شامل کړ.

يوه غله وويل، چې زه د پيشو اوبل ويل، چې زه دسپي په خبرو پوهېږم.

شاهزاده وويل، زه بيا داکمال لرم، چې که زموږ څخه کوم يو بندي شي، نو زه يې راخوشي کولای شم.

دغلو مشر وويل، چې موږ نن شپه د شهزاده له باغ څخه مېوه غلاکوو، خو ستونزه داده چې هلته پيره داران ډېردي، داسې نه وي چې ومو نيسي.

شهزاده وويل، چې تاسې هيڅ اندېښنه مه کوئ، زما يې چل زده دی. باغ ته تر ورتګ مخکې شاهزاده د خپل باغ ټول پيره داران خبرکړل.

غله
موږ د پيشو ګانو او سپيو په ژبه پوهيږو

کله چې غلۀ ورغلل، نو پيره دارانو سمدلاسه غلۀ ونيول او پاچا ته يې وروستل.

پاچا شهزاده ته افرين ووايه او امر يې وکړ، چې غله بوزئ او بنديان يې کړئ! يوه ورځ يوشمېر باغوانان پاچاته په شکايت راغلل. پاچا ورته وويل، چې اوس خو غلۀ هم ونيول شول، بيا څه خبره ده؟

باغوانانو وويل، هغه چينه، چې زموږ باغونه په اوبه کېدل ديو په يوه غټه تيږه بنده کړې ده، موږ نه شوکولای، چې دغه ډبره ليرې کړو، اوس اوبه ډېرې لږې شوي دي، نژدې دی، چې زموږ باغونه وچ شي.

باغوانانو وويل، په هغه ځای کې چې چينه بنده شوېده، ديو جادويي پيشوګانې او سپي څوکيداران کړي دي، چې هيڅوک نه شي ورتلای.

شاهزاده پاچا ته وويل، هغه غله، چې زموږسره بنديان دي، دغه ستونزه اوارولای شي.

شاهزاده پاچا ته وويل چې غلۀ نور پرخپلو کړو پښېمانه دي، که ستاسې اجازه وي، نو زه به ورشم او په دې باب به خبرې ورسره وکړم. پاچا هم دغه خبره ومنله او شاهزاده غلوته ورغی.

غلوله شاهزاده سره د همکارۍ ژمنه وکړه. بيا غلود پخوا په شان پلان جوړکړ او هغه باغ ته ورغلل، چې ديو چينه بنده کړې وه.

سپيان او پيشوګانې
په هغه ځای کې چې چينه بنده شوېده، ديو جادويي پيشوګانې او سپي څوکيداران کړي دي، چې هيڅوک نه شي ورتلای.
باغوانان

دوی دپيشو او سپي له خبرو پوه شول، چې د ديو ټول جادو دباغ په کلپ کې دی.

غلو هم دباغ ددروازې کلپ مات کړ، چې ورسره سم د ديوجادو ختم او هغه جادويي پيشو اوسپی هم ورک شول.

د چينې اوبه بيرته راخوشې شوې او ټول خلک خوشاله شول.

غلو له پاچا سره ژمنه وکړه، چې موږ به تر دې وروسته هيڅکله غلا نه کوو.

پاچا هم غلۀ وبخښل او هغوی ته يې په خپل حکومت کې وظيفې ورکړې، چې ټول ملت يې له کمالونو څخه ګټه واخلي.

کباړد ژوند کيسې
دکباړ ګټه د اور سکروټه
نولۍدژوند کيسې
ويده ښامار
ښاپيرۍد ژوند کيسې
غولوونکې شمع
شمتوره نانځکهد ژوند کيسې
د ګلالۍ نانځکه
ونه په دښته کېدژوند کيسې
دښته او نيالګی
شکوڼد ژوند کيسې
له لارې ډار
يو تن د لامبو پر مهالد ژوند کىسې
لامبو
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>