BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:37 گرينويچ 2007 ,16 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دژوند کيسې: ويده ښامار

ښامار

و، نه و، په پخوا زمانوکې يو شپونکى و، چې آرش نومېده. آرش به تل خپله رمه د څرولو له پاره د دوى د کلي ترڅنګ يوې غونډۍ ته بېوله.

يوه ورځ آرش د غونډۍ پر سر ناست و او شپېلۍ يې غږوله، چې ناڅاپه يې ديو چا ژړا واورېده.

آرش و ليدل، چې يوه نولۍ (موش خورما) ژاړي. نولۍ ارش ته وويل: ”زه ډېره تږې شوې يم، که ما ته اوبه ونه رسېږي نوله تندي به مړه شم“.

آرش نولۍ ته د اوبو پتک ورکړ. نولۍ اوبه وڅښلې، له ارش څخه يې مننه وکړه او روانه شوه. ارش هم خوښ شو او بيرته يې د شپيلۍ په غږولو پيل وکړ.

په دې وخت کې يې پام شو، چې نولۍ د ده د اوبو پتک په خوله کې نيولی او منډې وهي. ارش د نولۍ په دې کار ډېر خپه شو.

د وخت په تېرېدو د ارش دوۍ په سيمه کې ورو ورو او به کمېدلې، چې له دې امله واښه هم ورو، ورو وچ شول او د آرش دوى پسونه هم ډنګرشول، ان دا چې يوڅو پسونه يې مړه هم شول.

نولۍ
 آرش د غونډۍ پر سر ناست و او شپېلۍ يې غږوله، چې ناڅاپه يې ديو چا ژړا واورېده، آرش و ليدل، چې يوه نولۍ د تندې له لاسه ژاړي.

يوه ورځ ارش خپل پاتې پسونه بيا هماغې غونډۍ ته د څرولو له پاره بوتلل. خو دا ځل يې هلته يو موټی واښه هم نه ليدل. ارش حيران و، چې څه وکړي.

اخر راغی او تر هغې ونې لاندې کښېناست چې ده به يې په دوبي کې ترسيوري لاندې دمه کوله. ګوري چې دونې ټولې پاڼې وچې شوي دي.

آرش ته ژړا ورغله، چې په دې خت کې يو چا غږ پر وکړ، چې ولې ژاړې؟ ارش وارخطا شو، چې دا غږ د چا دی؟ ګوري هماغه نولۍ ده، چې دده د اوبو بوتل يې تښتولی و.

ارش نولۍ ته د اوبو د نشتوالي او د خپلو پسونو د مرګ کيسه وکړه. نولۍ وويل، چې تا هغه ورځ يوازي دا چې زما ژوند، بلکې زما د اولادو نو ژوند دي هم وژغوره.

که ما هغه ورځ ستا د اوبو بوتل نه واى تښتولى نو زما اولادونه له تندې مړه کېدل. خداى دې تا ته خير درکړي، ستا له برکته موږ ټول ژوندي پاتې شولو.

ته اوس د اوبو دکموالي په باب اندېښنه مه کوه، هرڅه به خدای اسانه کړي. بيا يې ارش له ځان سر يوې بلې غونډۍ ته بووت.

 يو ښامار نه غواړي، چې نورې سيمې دې اوبه ولري او شنې دي وي، ځکه نو دی د دې ټولې سيمې اوبه څښي، بس يوازي د هغې کلا اوبه پرېږدي چې دی پکې اوسېږي.
نولۍ

هلته يې د غونډۍ له سر څخه يوه کلا ور وښووله او ورته ويې ويل:

”په دې کلا کې يو ښامار اوسېږي. دی نه غواړي، چې نورې سيمې دې اوبه ولري او شنې دي وي، ځکه نو دی د دې ټولې سيمې اوبه څښي، بس يوازي د هغې کلا اوبه پرېږدي چې دی پکې اوسېږي.

ترڅو، چې ښامار له منځه يووړل نه شي بله چاره نشته. ته خپله شپېلۍ راوړه او زه هم خپل يو ملګرى چې بمبک نومېږي او يو ډېر زړور او قوي نولى دی راولم، بيا به درې واړه هماغې کلاته ځو“.

ارش هم د نولۍ خبره ومنله او نولۍ بمبک هم راوغوښت. کله چې دوی کلا ته نژدې شول، نو ارش ددې لپاره چې د ښامار دوه پېره داران، ماران له کلاڅخه راووزي په شپيلۍ غږولو پيل وکړ.

له دې سره سم ماران له کلا څخه په مستۍ راووتل، له بمبک دوی سره يې لوبې شروع کړې او آرش کلا ته ورننووت، کله چې کلاته ورننووت نو د ويده ښامار خرهار يې تر غوږ شو.

که څه هم ډېر وډار شو خو بيا هم په دې پسې شو چې د ښامار د خرهاري ځای پيدا کړي. يو وخت آرش وليدل چې ښامار ويده دی او څنګ ته يې يو لعل هم پروت دی.

ويده ښامار
ښامار ويده دی او څنګ ته يې يو لعل هم پروت دی.

په دې وخت کې يې د نولۍ خبرې ورياد شوې چې، ده ته بايد د ښامار له څنګ سره لعل راواخلې او مات يې کړې، کنه نو ښامار بل ډول له منځه نه ځي.

ارش په ډېر احتياط د ښامار له څنګ څخه لعل را واخيست. کله چې يې د لعل په ماتولو پيل وکړ، نو ښامار راويښ شواو ده ته يې په قهر وويل: پام چې لعل مات نه کړې!

ارش ډېر وارخطا شو او څوځله يې په زوره زوره لعل پر ځمکه وواهه، هغه وچې لعل مات شو. له دې سره سم ښامار او د هغه دوه پيره دار ماران مړه شول.

ارش چې له کلاڅخه د باندي راوووت نو ويې ليدل، چې په ويالو کې اوبه روانې دي، واښه ورو ورو مخ په شنه کېدو شول، خپل پسونه يې وليدل، چې د ويالې پرغاړه ولاړ وو او اوبه يې څښلې.

ارش ډېر خوشاله شو او له نولۍ ته يې کور ودانی ووايه. نولۍ ورته وويل: هرڅوک، چې تاغوندې له نورو سره نېکي کوي، همداسې نيکي به ويني.

ښاپيرۍد ژوند کيسې
غولوونکې شمع
شمتوره نانځکهد ژوند کيسې
د ګلالۍ نانځکه
ونه په دښته کېدژوند کيسې
دښته او نيالګی
شکوڼد ژوند کيسې
له لارې ډار
يو تن د لامبو پر مهالد ژوند کىسې
لامبو
زرين کب د ژوند کيسې
دکارېز کب
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>