|
د ژوند کيسې: دکارېز کب | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په يوه سمسور او زرغونه کلي کې، دوه هلکان اوسېدل چې، يو ننګيالی او بل يې توريالی نومېده. دوی دواړه سره انډيوالان او له مهاجرته نوي خپل کلي ته راستانه شوي وو. يوه ورځ دوی دواړو د اوبو بانګي واخيستل او په اوبو پسې کارېز ته ولاړل. کله چې کارېز ته ورسېدل نو ويې ليدل چې په کارېز کې زښته ډېر کبان دي. ننګيالي او توريالي هم سمدلاسه د کبانو په نيولو پيل وکړ. په دې وخت کې د دوی يو کليوال هلک، شاپور را غی چې، له کارېز څخه اوبه يوسي. شاپور ننګيالی او توريالی د کبانو له نيولو منع کړل او ورته ويې ويل چې، د دې کبانو نيول کارېز ته ډېرتاوان لري، شاپور چې، هر څومره ورته وويل چې، د کارېز کبان ونه نيسي خوتوريالي دوی يې خبرې و نه منلې. په دې وخت کې له ليرې د شاپور تره راښکاره شو او ددوی پر خوا راروان و. ننګيالی او توريالی وارخطا شول، په منډه يې پيل وکړ او د يوې ونې شاته پټ شول. خو د شاپور تره پرته له دې چې دوی ته يې پام شي پر لاره تېر او د خپلو پټيو خواته ولاړ.
تر دې وروسته به توريالی او ننګيالی هره ورځ کارېز ته راتلل اوکبان به يې نيول. توريالی څو ورځو لپاره د خپلې ترور کره ولاړ او ننګيالی هم کارېز ته نه ولاړ. کله چې، توريالی د ترور له کوره راغی نو دپخوا په ډول له ننګيالي سره کارېز ته ولاړ. هلته چې، وره سېدل نو ويې ليدل چې، په کارېز کې يو کب هم نشته او دکارېز اوبه لږې او بد بويه شوي دي. دوی نه پوهېدل چې په کارېز څه وشول؟ په پای کې د اوبو راوړلو لپاره ”کوزکلي“ ته روان شول. کله چې د ”کوزکلي“ کاريز ته ورسېدل، نو ويې ليدل چې، د هغه کلي د کارېز اوبه رڼې او زښت ډېر کبان لري. دوی وغوښتل کبان ونيسي چې، ناڅاپه يوچا داسي غږ پرې وکړ: ” دخپل کلي د کارېز کبان خو مو ټول خلاص کړل اوس دلته راغلاست؟ په دې وخت کې توريالي دوی يو غټ کب وليد چې، ژيړ يا طلايي رنګ يې درلود. دې کب وويل: ” زه جاويي کب يم، ځکه خبرې کولای شم او بل داچې، زه د دې کاريز دکبانو مشريم. هغه يو څو کبان چې، ستاسې څخه پاتې شوي وو، ماته په ژړا راغلل او ستاسي څخه يې شکايت وکړ. دوی ويل چې موږ نور د دوی کارېز ته نه ځو.
دا چې زه دکبانو مشر يم، نو ما هغوی دې کارېز ته راوبلل. ستاسي دکارېز اوبه هم ځکه لږې او بدبويه شوې چې، کبان ځنې ولاړل. که مو زړه ته نه لويږي نو زه به له تاسي څخه کبان جوړ کړم، تاسي به يې خپله ووينئ چې کبان کارېز ته څه ګټه لري“. توريالي دوی لومړی ډارېدل او نه يې غوښتل چې، کبان شي خو جادويي کب ژمنه ورسره وکړه چې، وروسته به يې بېرته په هلکانو واړوي. دوی هم دغه خبره ومنله. جادويي کب يو منتر ورباندي ووايه او دواړه يې کبان کړل. ناڅاپه د توريالي دوی پام شو چې، يو کب له يوه سوري څخه په خپلې خولې شګه ليرې کوي. جادويي کب وويل چې، هغه سوړې چې اوبه ځنې راوزي، ځينې وختونه په شګو بنديږي چې، بيا يې کبان په خپلو خولو او شاپرونوبېرته خلاصوي. بيا دتوريالي دوی يوه بل کب ته پام شوچې، له اوبوڅخه يې سر را وايست او د اوبو پر سر يې يوه مياشه (غوماشه) ونيوله، نورکبان يې وليدل چې، داوبو له سرڅخه يې مچان، واړه واښه او د خوړو خسوسکي ټولول او خوړل يې چې، په دې ډول يې دکاريزاوبه پاکي او رڼې ساتلې.
دا چې توريالي او ننګيالي د خپل کارېز کبان نيولي وه نو پر خپل دې کار ډېرپښېمانه وو. په دې وخت کې جادويي کب پر توريالي دوی يو منتر ووايه او هغوی يې بېرته په هلکانو بدل کړل. ننګيالي دوی وغوښتل چې د دوی کارېز دې بېرته د پخوا په شان له کبانو ډک اواوبه يې رڼې شي. جادويي کب ورته وويل چې دا کار کېدای شي، خو په دې شرط چې، هغه کبان چې تاسې له کارېزه وړي او په خپلو کورونو کې مو ساتلي دي، بېرته يې په کارېز کې خوشي کړئ او بل داچې، بيا به هيڅکله د کارېز کبان نه نيسئ. توريالي دوی هم جادويي کب ته وعده ورکړه چې، دغسي به کوي. جادويي کب وويل چې، سمه ده، زه به سبا ستاسې کارېز ته يوڅو کبان درولېږم. توريالی او ننګيالی جادويي کب ته کور ودانی ووايه او په خوښۍ دخپل کلي پر لور روان شول. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||