|
د ژوند کيسې: د اغزي ګل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ګلرخه او سخي خور او ورور وه، يوه ورځ چې د ژمي رخصتۍ وې، کلي ته دخپل نيا (انا) او نيکه ليدو ته ولاړل، هلته يې وليدل نيکه يې په کور کې په خپلو ګلانو بوخت دی. سخي او ګلرخه حيران شول چې دا ګلان څنګه په دې ژمي کې داسي تازه دي، نيايې ورته وويل چې څه موده دمخه نيکه ناروغه شواو دګلانو ساتنه ددې پرغاړه شوه. سره له دې چې دې دګلانو ښه پالنه کوله خو بيا هم ګلان ورځ په ورځ مړاوي کېدل. دا چې د ګلرخې ګلان ډېرخوښ شوي وو نو د تلو پر مهال يې له ځان سره لږ دګلانو تخم واخيست. ژمی تېرشواو پسرلی راغی. يوه ورځ چې باران هم اورېده، سخي له کوره دباندې ووت، ګوري چې ګلرخه د کور مخ ته ناسته ده او يوتورک (کوچنی پټی ) يې جوړ کړی دی .
سخي په ګلرخې پوري وخندل چې، پريو څو دانو ځوزانو (اغزيو) يې کړۍ راتاوې کړي دي او وايې چې تورک يې جوړ کړی او بيا نو نور خلک ګلان کري اودې اغزي کرلي دي. ګلرخې د اغزيو بوټی ور وښوده ويل: وګوره څنګه نازکې نازکې پاڼې يې دي، زړه مې ونه شو چې ويې وکاږم، دګلانو د هغو تخمونو يادونه هم کوي چې د نيکه له کوره يې راوړي وه. ګلرخه هيله منه وي چې دا تخمونه به دنيکه دګلانو په شان را شنه شي او ګلا ن وکړي. په دې کال بارانونه ډېر و اورېدل او ټوله دښته په سرو ريديو ګلانو پټه شوله. په دې وخت کې سخي له خپل پلار سره د يوڅو ورځو لپاره کلي ته ولاړ. ګلرخه به ټوله ورځ دتورک تر څنګ ناسته وه، د ريديو او اغزيو ګلانو ته به يې کيسې کولې. هغې به د ګلانو له شاوخوا نه وچ او اضافه خس ليري کول او که اوبو ته به يې اړتيا درلوده نواوبه کول به يې. دې به ټوله ورځ له خپلې خورلڼې، شکيلا سره د ګلانو په خوا کې لوبې کولې او اکثره وخت به يې ګلانو ته دا سندره ويله: ګل دی د ريدي، ماته يې راوړه _ په تور اوربل کې به يې ږدمه، ګل دی.
کله چې سخي له کلي راغی نو په ډېرې حيرانتيا يی وليدل چې دګلرخې د اغزيو تورک ياسمني، ګلابي او اسماني ګلان کړي دي. سخي به د رنګه پتنګانو په ليدلو ډېر خوشاله کېده او حيران به و چې دګلرخې دځوزانو دتورک ګلان ولې د دښتې د نورو اغزيو له ګلانو نه توپير لري او ولې دومره ښکلي دي؟ ګلرخې به ويل چې دا ګلان زما خورلڼې دي او پرماد شکيلا په شان ګران دي، خوسخي به ملنډې ورباندي وهلې چې، ګل وګوره او دوستي وګوره په دې وخت کې ګلرخه له خپلې مور سره ديو څو ورځو لپاره د خپلې خاله کره ولاړه، څه موده چې ګلرخه نه وه نو، سخي به دهغې دګلانو پالنه کوله، خو بيا هم ګلان ورځ په ورځ مړاوي کېدل. تر يو څو ورځو وروسته ګلرخه بېرته راغله او سيده خپلو ګلانو ته ورغله، دګلانو په ليدو په ژړا شوه. ګلرخه سخي ته په غوصه شوه چې، که د ګلانو پالنه يې نه شوای کولای نو ولې يې دې ته ډاډورکاوه؟
سخي پر دې يوه خبره ټينګ و چې ده دګلانو ښه پالنه کړې ده. په دې وخت کې يو نازک غږ واورېدل شو: زه پوهېږم چې ګلان ولې مړاوي شوي دي؟ سخي او ګلرخه دواړه حيران شول، ګوري چې يوه وړه مرغۍ ده او وايي: سخي دګلانو پالنه کوله خو پرخپل وخت يې نه اوبول، له شاوخوا نه يې وچ او اضافه خس نه ليري کول او بله خبره دا ده چې ګلان په ګلرخې پسي خپه شوي وو. سخي او ګلرخې ته د خپلې نيا خبرې ور يادي شوې چې ګلان په نيکه پسې خپه شوي وه، ځکه نومړاوي شوي وه او نيا يې رښتيا ويلي وه چې ګلان په مينه او پالنه پوهېږي. اوس نو سخي هم دا ومنله چې ده دګلرخې په شان ګلان نه دي نازولي او هغومره پام يې نه دی ورته کړی. دی وعده کوي چې تردې وروسته به له ګلرخې سره دګلانو په پالنه کې مرسته کوي، وړه مرغۍ هغوی ته وايي چې: که تاسي تل دخپلو ګلانو په څنګ کې واوسئ، نو ګلان به بيا تازه شي.
|
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||