BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 17:17 گرينويچ 2007 ,28 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې : مات وزرې مرغۍ
د ژوند کيسې : مات وزرې مرغۍ
رستم , نازواو مرغۍ

و نه و په تيرو زمانو کې د نواب او خماري په نامه يو خور او ورور وو،چې د خپل مور او پلار سره په يوه کلي کې اوسيدل. ددوى پلار به هميشه ځنګله ته په خسو پسې تلو،اومور به د کور په کارونو اخته وه. له ورځو نه يوه ورځ د هغوى پلار ناروغه کيږي.

يوه ورځ چې تورو وريځو د آسمان ښکلى مخ پټ کړى دخماري موربله چاره نه ويني ؛يوه اندازه ډوډۍ په يوه دستمال کې تړلي او نواب ته يې ورکوي او خماري هم له نواب سره په خسو پسې ځنګله ته استوي.

لوړو ،لوړو ونو، روانو اوبو او له هرې ونې څخه د راز،راز مرغيو په زړه پورې آوازونود ځنګله ښکلا څو برابره زياته کړې وه . خماري او نواب ځنګله ته له رسيدو سره سم په خسو ټولولو پيل کوي .

 د نيکۍ سزا نيکي ده ، د بدۍ سزا ، بدي ده
رستم

ددوى خس ټولول لا خلاص نه وي چې ديو چا د ژړا غږ يې تر غوږو کيږي.نواب او خماري په داسې حال کې چې يو څه ويريدلي هم وي، ها خوا ديخوا ګوري خو هيڅ شى په نظر نه ورځي، خماري نواب ته وايي ((د باران څاڅکي دي ،ښه به وي چې خپل خس ټول کو او له دې ځايه ژر ځان کور ته ورسوو.))

خو ددوى د خبرو په منځ کې بياهم د ژړا په څپو کې ديوچا آوازاوريدل کيږي چې وايي : : ((زه دلته يم، هلۍ ما سره مرسته وکئ‌ ! زه ښارو يم .))

د ښارو د آواز په اوريدو نواب او خماري دواړه په ويره ويره د هغې تر څنګ ور ځي ، چې ګوري ښارو په دام کې بنده پاتې ده او وزر يې هم خوږ شوى دى.

نواب ښارو له دامه خلاصوي ، چې په دې وخت کې د تالندې او بريښنا غږ لا پسې لوړيږي او باران هم ورو، ورو تېزيږي.نواب او خماري حيران وي چې کوم ځاى ته پناه يوسي؟ ښاروهغوى يوې غټې ونې ته بيايي چې د هغې ځاله پکې ده .

کله چې باران غلى کيږي ، خماري د خپل ټيکري يوه ټوټه څيري کوي اود ښارو وزر پرې تړي او هغه په خپله ځاله کې ږدي. ښارو ددوى له مهربانۍ مننه کوي او دوى هم پخپله مخه ځي.

رستم او مرغۍ
رستم او مات وزرې مرغۍ

کله چې نواب او خماري غواړي خس په شاکړي او د خپل کور په لور حرکت وکړي ، په دې وخت کې يو غټ تور سپى په غپا ،غپا ددوى خواته رانيژدې کيږي.

خماري له سپي څخه ډيره ويريږي ، خو نواب چې کله د سپي حالت ګوري ، پوهيږي چې سپى وږى شوى دى،له هغې ډوډۍ څخه چې مور يې ورته ورکړې وي يوه ټوټه سپي ته اچوي او هغوىدکور په لور حرکت کوي؛ خو کله چې شاته ګوري سپى هم په هغوى پسې ورو، ورو روان وي.

خماري له نواب څخه غواړي چې سپى وشړي خو سپى دنواب په پښو خپل پوز موښي، نواب بيا هم يوه ټوټه ډوډۍ سپي ته ور اچوي اوخپله غواړي چې د کور په لورولاړشي ، خودا چې توفان او باران زياتې ونې چپه کړي له هغوى څخه دکور لارغلطيږي،هيښ پاتې وي چې کومه خواو لاړشي.

دوى په همدې سوچونو کې ډوب وي چې يو ناڅاپه د خماري سترګې په يوه ليوه لګيږي چې دهغوى په لور ور روان وي. سپى چې کله ليوه ويني په هغه پسې ورځغلي، ليوه دوه پښـې خپلې او دوه پردۍ، په تېښته پيل کوي .

نواب خماري ته وايي چې د سپي نيکي خويې وليدله! سپى د ځنګله تر څنګ د يوه کور په لور ورځي. نواب او خماري هم هماغه کور ته ورځي اوخوښيږي چې د ځنګله په شاوخوا کې يې سترګې په انسان لګيږي.

نواب او خماري خپله ټوله کيسه د کور خاوند ته کوي، دکور خاوند خپل زوى اولور ،رستم او نازو، له هغوى سره ملګري کوي چې خپل کورته يې ورسوي.

مات وزرې مرغۍ
News image
 زه دلته يم، هلۍ ما سره مرسته وکئ‌ ! زه ښارو يم
ښارو

د لارې په اوږدو کې نازو د خماري پام دهغې ټکري ته ور اړوي چې څيرى شوىدى.، نواب وايي چې خماري د ټکري په يوه ټوټه د يوې ښارو مات وزر تړلى و.

تر يو څه لارې وهلو وروسته له ځنګله څخه وځي. ،نواب او خماري د خپل کور دلارې په موندلو له نازواو رستم څخه د هغوى له نيکۍ څخه مننه او له هغوى سره خداى پاماني کوي.خو رستم ورته وايي : ((د نيکۍ سزا نيکي ده ، د بدۍ ، بدي سزا ! ))

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>