|
دژوندکيسې: پنجه چنار | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دشبنمې او سوسنې په نوم دوه خورلڼې وې، چې له خپلو کورنيو سره يې په يوه کلي کې ژوند کاوه. يوه ورځ دوی دواړې دشبنمې له ورور پروېز سره هغه ځنګله ته ولاړل، چې ددوی کلي ته نژدې و او خورا زرغون او په ګلانو پټ و. په ځنګله کې د ماشومانو پام د ويالې پر غاړه يوې ونې ته واوښت، چې شاوخوا يې دريدي ګلان راټوکېدلي وو. هغوی دونې په ليدو ځکه حيران شول، چې دوی د لومړي ځل لپاره دا رنګه ونه ليده، ان دوی په دې هم نه پوهېدل، چې دا ونه څه نوميږي؟ په دې وخت کې دوی درې واړه دلرګيو پنډونه پر ځمکه کېښودل او د ريدي ګلانو په ټولولو يې پيل وکړ. ورو، ورو ورځ تياره شول، په دې وخت کې دشبنمې سترګې پر يوه پړي ولګېدې، چې په يوې ونې کې راځړيږي. دوی درې واړه په خپل وار سره په پړې پوري وټالېدل، چې په دې وخت کې په آسمان کې برېښناوي پيل شوې او تېز باران په اورېدو پيل وکړ. ماشومانو ځانونه تر ونې لاندي پټ کړل، چې يوه شېبه وروسته باران کرارشو. ماشومانو وغوښتل، چې خپل لرګي راواخلي، خو هر څه چې يې ولټول، نه يې شوای موندلای. شبنمه او سوسنه دلرګيو په ورکېدو خواشينې شوې، خو پروېز ډاډ ور کړ، چې کله سبا راغلل نو ډېر لرګي به ټول کړي.
ماشوماند هوا دتيارو له امله له ماشومانو څخه لاره ورکه شوه، دوی ژاړي اوحيران وي، چې چيرې ولاړ شي، په دې وخت کې د وحشي ځناورو غږونه هم وار په وار رانژدې کيږي. ماشومان يوې ويالې ته رسيږي، هغوی ويني، چې پر وياله يوه ونه د پله په ډول ايښودل شوې ده. ماشومان پر پله تيريږي، چې په دې وخت کې ليوان هم رارسيږي. پروېز دوی هوښياري کوي، يوه بڼ ته ننوزي اوهلته د ليوانو له ډاره ځانونه پټوي. کله چې، دونې له منځه راوځي، ګوري چې يوغټ باغ دی او ټولې ونې دهغې ونې په شان لوړې او غټې دي چې پر ويالې ايښودل شوې وه. ماشومان ددې ځای دپاکې هوا او د بڼ دلوړو ونو دسيوري ستاينه کوي او افسوس کوي چې کاشکې يې ددغو ونو نوم زده وای. ماشومان غواړي کور ته ولاړشي، په دې وخت کې يو غږ اوري، په ډېرې حيرانۍ ويني، چې هماغه ونه ورته وايي: اې ماشومانو ولې داسې حيران حيران راته ګورئ؟ شبنمه اوسوسنه ترې پوښتي چې ته څه نوميږې؟ ونه ورته وايي زما نوم پنجه چنار دی.
ماشومان خاندي، وايي ښه ځکه دي پاڼې د انسان د خپړې (پنجې) په شان دي، بيا پوښتي، چې په دې ټول باغ کې يوازي ستامنځ ولي تش دی؟ ونه ورته وايي، چې زه سل کلنه يمه او ددې باغ تر ټولو ونو مشره يمه، ځکه نوزما د تن دچنار ونه، هغه درې نيالګي، چې ددې په خوا کې شنه شوي وي، ماشومانو ته ورښيي او ورته وايي: ونه ماشومانو ته زېری ورکوي، چې له باغه د وتلو لپاره همدا لاه مخامخ ونيسئ، سيده ستاسي کلي ته تللې ده. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||