BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 14:20 گرينويچ 2007 ,28 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: جادوګرپـسه
د ژوند کيسې: جادوګرپـسه
و نه و د شاه ملنګ په نوم يو کوچنى خو ډېر شوخ هلک و چې يوه مېږه او يوه وزه يې لرله چې د څرولو لپاره به يې ورشو ته بېوله. شاه ملنګ د حيواناتو دزورونې څخه ډير خوند اخيست، په لاره کې به يې کله په مېږه او کله په وزه باندې سپرلي خوړلې او په دې توګه به يې خپل ساعت تېراوه.

دورځو نه يوه ورځ شاه ملنګ د خپل تره دلور صايمې سره چې هغه هم څاروي د څړ لپاره بيايي په لاره کې يوځاى کيږي او څړځاى ته ځي. په لاره کې شاه ملنګ په ځان ښودنه کله په وزه او کله په خپل پسه باندې چکرې وهي اوهغه بې آزاره حيوانات کله په چوکه وهي او کله يې غوږونه ورتاووي او په دې توګه څړځاى ته رسيږي.


په څړځاى کې تر يو څه کېناستلو وروسته دشاه ملنګ زړه په تنګ کيږي او دخپل ساعت دتيرولو لپاره پخپله مېږه باندې په چکرو وهلو پيل کوي.

شاه ملنګ د مېږې په شاله سپريدو ډېر خوښ وي ، کله له ځان سره يوه نيمه سندره زمزمه کوي او کله هم شپيلاقونه وهي . شاه ملنګ مېږه په ډيره بيرحمۍ وهي چې تېزه تېزه لاړه شي، مېږه بيچاره حيران حيران ګوري خو هيڅ يې په توان نه وي پوره .

صايمه ورته وايي : (( شاه ملنګه ! مېږې غريبې څه ګناه کړې چې ته يې په شا سپور يې او بيايې دومره وهې هم؟ کښته شه چې دا بې ژبې حيوان به آزار درته وکړي!))

شاه ملنګ د صايمې خبرې نه مني او وايي چې مېږه کله په درد پوهيږي؟ او پدې ترڅ کې صايمې ته وايي چې هغه هم کولاى شي په خپله مېږه باندې چکرووهي .

صايمه چې دشاه ملنګ داکارونه ويني خپلې ميږې او پسونه بيرته کورته بيايي او شاه ملنګ يوازې د خپلې ميږې او وزې سره پاتې کيږي.
د صايمې له تګ نه وروسته شاه ملنګ بڼ ته د غوزانو دشلولو لپاره ځي، مېږه او وزه يوازې په څړ ځاى کې پاتې کيږي. مېږه وزې ته وايي:

شاه ملنگ
هيڅکله به بې ژبي څاروي آزار نه کړي، ځکه هغه اوس پوهيدلى چې څاروي هم لکه دانسانانو په څير ځان لري او ددرد،ناآرامۍ او ستړيا احساس کولاى شي.
(( اى وزې! دا آدميزاد خو دومره دروند او ظالم دى چې هم مې پر شا سپريږي او هم مې په چوکو وهي، ټول وجود يې راته تڼاکې تڼاکې کړ.))

وزه د مېږې شا ګوري چې په رښتيا هم دزياتو چوکوپه وهلو سره زخمي زخمي شوې ده . مېږې ته وايي چې دا ظلم يوازې پرهغې نه، بلکې پر دې هم کيږي ، ددې (وزې ) پر شاهم سپريږي، غوږونه يې تاووي او دمېږې په څير يې په چوکو وهي،چې ټول بدن يې ټوک ټوک دى.

په دې وخت کې جادوګر پسه راځي او ددوى د حال احوال پوښتنه کوي .مېږه او وزه د خپل خاوند دبدې رويې ورته وايي، او له هغه څخه غواړي که بيايې پرهغوى ظلم وکړنو جادوګرپسه دې ددوى مرستې ته راشي.

په بله ورځ شاه ملنګ بياهم خپلې پخوانۍ کانې پيل کوې، کله په مېږه سپرلي خوري او کله په وزه،مېږه او وزه يې په ډيرو وهلووهلو بيخي په تنګ کړل تردې چې هغوى له خدايه غوښتل چې جادوګرپسه يې ډيرژر مرستې ته راورسيږي.

په دې وخت کې شاه ملنګ له ورايه يو ډير ښکلى ،چاغ اوسپين پسه ويني خپله وزه پرېږدي او پرچاغ پسه سپريږي. دپسه پر شا له سپريدوسره جوخت يو عجيب اواز دشاه ملنګ تر غوږوکيږي،چاغ پسه يو، دوه څرخه خوري ، اوپر ځمکه دپښې پر وهلو شاه ملنګ پر ځمکه پريوځي ، شاه ملنګ چې کله له ځمکې پورته کيږي خپل ځان د پسه په بنه ويني. چاغ پسه، وزه او مېږه په انسانوبدل شوي وي.

شاه ملنګ چې هر څومره چيغي وهي څوک يې آواز نه اوري، جادوګرپسه د شاه ملنګ پر شا سپريږي ، کله يې غوږونه تاووي او کله يې په چوکه وهي،شاه ملنګ جادوګر پسه ته عذر او زارۍ کوي: (( خير دى ما پريږده، ما په چوکو مه وهه، زما غوږونه مه تاووه، زما ټول وجود درد کوي ، په ما باندې چکرې مه وهه ، زه ستا زور نلرم!))

جادوګرپسه
ورته وايي : (( کله چې دې په مېږه او وزه باندې چکرې وهلې او هغوى دوى په چوکو وهل او غوږونه دې ورباندې تاوول ، هغوى لکه چې ځان نه درلود؟))

په دې وخت کې جادوګر پسه دشاه ملنګ له شا څخه راکښته کيږي او له مېږې او وزې غواړي چې هغوى هم د شاه ملنګ پر شا چکرې ووهي،خو شاه ملنګ مېږې او وزې ته زارۍ کوي چې د هغه پر شا دې نه سپريږي، ځکه د هغه زخمونه ډير درد کوي.

د ميږې او وزې زړه په شاه ملنګ سوځي نه غواړي چې هغه ظلم او نيرى چې پر هغوى شوى پخپل خاوند يې روا وګڼي..

شاه ملنګ په خپلو کړنو ډيره پښېماني څرګندوي اوله جادوګر پسه سره ټنګه وعده کوي چې بيا به هيڅکله بې ژبي څاروي نه آزاروي، ځکه هغه اوس پوهيدلى چې څاروي هم لکه دانسانانو په څير ځان لري او ددرد،ناآرامۍ او ستړيا احساس کولاى شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>