|
دژوند کيسې: وچ خوړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
و، نه و، يو هلک و چې، ميرويس نومېده، ده يوملګری هم درلوده چې، عبد الله نومېده، دوی دواړو به تل يو ځای دکلي ترڅنګ په يوه وچ خوړ( مانده) کې لوبې کولې. يوه ورځ په دې خوړ کې سېلاب راغي، چې، له امله يې ميرويس او ملګری څو ورځې وچ خوړ ته نه و لاړل. يوه ورځ ميرويس د لوبو لپاره وچ خوړ ته ولاړ چې، هلته يې سترګې پر يوه نا اشنا شي ولګېدې. ميرويس حيران وچې، دا به څه شی وي؟ ورنژدې شو او دغه نا اشناشی يې راپورته او خټې يې ځنې پاکې کړې. په دې وخت کې د ميرويس ملګری، عبدالله راغی او ويې وپوښتل چې، په څه شي بوخت دی؟ ميرويس خبره بلې خواته واړوله او ويې ويل چې، پلار يې ډېره ښکلې ژيړه غوا اخيستې ده. عبدالله خپله پوښتنه بيا تکرارکړه، ميرويس په درد ورته وويل چې، وسپنه يې پيدا کړې او غواړي يوه ښکلې څوکۍ ترې جوړه کړي.
عبدالله ميرويس له دغه کاره منع کړ او ورته ويې ويل چې، زما تره ماين پاک دی، هغه ويل چې دا کار ډېر خطرلري. ميرويس يې خبره و نه منله او عبدالله ته يې دا هم وويل چې، د وسپنې خبره هيچاته و نه کړي. ميرويس، وسپنه د مور او پلار په پټه په غوجله کې ښخه کړه. په دې وخت کې عبدالله راغی او ميرويس ته يې وويل چې، وسپنه دې څه کړه؟ ميرويس په درد ورته وويل چې،کرار غږېږه! داسې نه وي چې، څوک دې خبرې واوري. ميرويس بيا عبدالله ته د وسپنې د خطر خبره وکړه، خو عبدالله و نه منله، عبدالله خفه له کوره ولاړ. کله چې، ميرويس له کوره وه ووت، نو يوه ملګري يې ورته وويل چې، زه خبر شوی يم چې، وسپنه دې پيدا کړې ده؟ ميرويس ته نور هم درد ورغی او له ځانه سره يې وويل چې، دا خبره خامخا عبدالله ورته کړې ده. ميرويس په غوصه د عبدالله دوی د کور پر خوا روان شو چې، په دې وخت کې عبدالله په مخه ورغی. ميرويس عبدالله له ګرېوانه ونيو او ورته ويې ويل: ”تا په ما ټوله دنيا خبره کړې ده چې، ده وسپنه پيدا کړې ده“.
د دوی تر منځ همداسې جنجال روان و چې، په دې وخت کې د يوې لويې چاودنې غږ واورېدل شو. ميرويس او عبدالله دواړه په منډه د ميرويس دوی د کور خوا ته ولاړل، ګوري چې، غوجله پر بل مخ او ښتې ده. عبدالله په قهرميرويس ته وويل چې، دا ټوله ستا له لاسه! که تا هغه وسپنه په غوجله کې نه وای ايښې، اوس به موغوجله او ژيړه غوا ولې له منځه تله . د ميرويس مور چې، د عبدالله خبرې واورېدې نو ميرويس يې ډېر ملامت کړ، عبدالله هم پرخپل کار ډېر پښېمانه شو او ژمنه يې وکړه چې، بيا به هيڅکله داسې شيانو ته چې نه يې پيژني، لاس نه وروړي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||