|
دژوند کيسې: په غږ پسې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اسد اوحيمد دوه ډېر خواږه ملګري وو. يوه ورځ دواړه دخسو په ټولولو پسې ځنګله ته ځي، حميد د خسو په ټولولو، ټولولو له اسد نه لږ ليرې کيږي، کله چې حميد ګوري چې، اسد نشته نو وارخطا کيږي. حميد خس ټولول پرېږدي، په ځنګله کې ترماځيګره پورې هاخوا دېخوا ګرځېده، خواسد نه مومي. حميد همداسې د اسد په لټه کې وي چې، سترګې يې پر يوې داسي هوسۍ لګيږي چې زرين ښکرونه لري. هوسۍ د حميد له مخې په منډه تېريږي، حميد هم ور پسۍ کيږي، ګوري چې يو ځای ښکلې ماڼۍ راښکاره ده او هوسۍ ماڼۍ ته ورننوځي. په دې وخت کې د اسد غږ هم له همدې ماڼۍ نه راته، حميد هم په هوسۍ پسې ماڼۍ ته ورننوځي، هلته ټوله ماڼۍ لټوي، خو اسد نه مومي. حميد يوې داسې کوټې ته ورننوځي چې د اسد غږ ورنه راته، خوکله چې حميد نوموړي کوټې ته ورځي ګوري چې هلته اسد نشته او يوه ښکلې ښاپېرۍ ناسته ده. ښاپېرۍ ورته ووايي: هغه غږ د اسد نه، بلکې زما و او هغه هوسۍ هم پخپله زه وم، اسد يو ديو بندي کړی دی او له هغه ديو سره زما کشره خورهم بندي ده.
اسد يې ځکه بندي کړی چې ديو له انسانانو ډارېږي، په دې چې، يواځي انسانان کولای شي د ديو جادو مات کړيو. ته کولای شې چې هم خپل ملګری له بنده خلاص کړې او هم ټول ځنګل د ديو له شره وژغورې، ځکه چې ديو د ځنګله ټول حيوانات په خپل جادوکې راوستلي دي. حميد نيت کوي چې خپل ملګری اسد او د ځنګله حيوانت به د ديو له شره خلاصوي. ښاپېرۍ حميد ته يو غمی ورکوي. حميد غمی اخلي او د ښاپېرۍ د لارښونې سره سم، مخ پر سيند روانيږي. کله چې سيند ته رسيږي، نوګوري چې دسيند له ها غاړې ديو په منډه راروان دی، په زوره زوره چيغې وهي او حميد ته زارۍ کوي چې، غمی سيند ته مه نيسه. خو حميد غمی سيند ته نيسي چې، ورسره سم د ديو جادو ختميږي. يو ناڅاپه د سيند اوبه دوه ځايه شوې او په منځ کې يې يوه لاره پيدا شوه. حميد هم غمى په لاس په سيند کې پر دغه لاره ور روان شو. حميد لا د سيند منځته نه و رسېدلی چې يو کور په مخه ورځي، دی هم سمدلاسه دغه کور ته ورننوځي او دهغې کوټې په لټه کې کيږي چې، دروازې يې سپين رنګ لري. حميد هرې دروازې ته غمی نيسي په پای کی يې هغه کوټه پيدا کوي چې، ښاپېرۍ ورته ويلي وو.
کوټې ته ورننوځي او هلته دوه پرتو تيږو (ډبرو) ته غمی نيسي، چې له يوې تيږې نه د ښاپېرۍ وړه خور او له بلې نه اسد جوړيږي، دوی دواړه حميد ته ډېر کور ودانی وايي. تر دې وروسته غمي نورکارنه کاوه، حميد ډېر اندېښمن شو چې له سينده به بېرته څنګه وځي؟ وړې ښاپېرۍ ورته وويل چې، زما يو چل زده دی، تاسې دواړه خپلې سترګې پټې کړئ! دوی دواړو سترګې پټوي، کله چې سترګې بېرته پرانيزي، نوګوري چې درې واړه په هغې ماڼۍ کې ناست دي چې هوسۍ ور ننوتلې وه. حميد ګوري چې دلته مشره ښاپېرۍ هم له دوى سره ناسته ده. د دوى مخې ته ډول، ډول خواړه او لوښي پراته دي، مشرې ښاپېرۍ د حميد او اسد دمېړانې ډېره ستاينه کوي. ښاپېرۍ حميد ته وايي چې، تا زما خور او د ځنګله ټول حيوانات د ديو له شره خلاص کړل، ځکه نو زه دغه رباب په انعام کې درکوم. هر وخت چې له کومې ستونزې سره مخ شوې دا رباب ووهه (وترنګوه)، زه به دسترګو په رپ کې ځان ستا مرستې ته در ورسوم، تر دې وروسته ښاپېرۍ، حميد او اسد پر خپلو وزرونو کېنوي او د هغوى کلي ته رسوي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||