|
دژوند کيسې: دنانځکې واده | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
و، نه و، تر شنه اسمان لاندې يو کلى و چې، څنګ ته يې د ابو يوه چينه هم وه. په دغه کلي کې ښاپېرۍ، نسيمې او مژګان نومي نجونې او احمد په نوم يو هلک هم اوسېده چې، ډېر سره ګران وو اوتل به يې لوبې سره کولې. ښاپېرۍ په دوی کې لږه غټه وه. يوه ورځ ماشومانو له ښاپېرۍ څخه وغوښتل چې، د نانځکې واده جوړکړي. ښاپېرۍ وويل چې، سمه ده زه به دا کار وکړم خو، په دې شرط چې، تاسې ټولې به خپلې نانځکې ( ناوکيانې ) د لوبو سامانونه او چمبې له ځان سره راوړئ، خوګورئ که دغه شيان مو را نه وړل نو بيا مو د نانځکې په واده او مېله کې نه شريکوم. نجونو په دې باب هيڅ ستونزه نه درلوده، خو احمد ته اندېښنه پيدا شوه چې، دی خو نه د لوبو سامان لري او نه هم نانځکه او چمبه. ښاپېرۍ احمد ته وويل : ”که ته د دغو شيانو پرځای اوبه راوړې او د لوبو لپاره ځای پاک او جارو کړې نو تابه هم د نانځکې په واده کې شريک کړو. هغه و چې، احمد لېڅې رابډوهل او په اوبو راوړلو پسې چينې ته ولاړ. تر لږ ځنډ وروسته بېرته راغی او په ډېرې خوشالۍ يې چيغې وهلې چې، پيدا مې کړ، پيدامې کړ. سبا چې مژګان او نسيمې خپلې نانځکې او د پخولو لپاره راوړل شوي شيان ښاپېرۍ ته ورښکاره کړل. احمد هم په ډېر وياړ او خوشالۍ د وسپنې يو شی ښاپېرۍ ته ورکړ او ورته ويې ويل چې، دغه شی مې پرون د چينې پرغاړه وموند. نسيمې او مژګان وخندل او په هغه يې ملنډې ووهلې خو ښاپېرۍ وويل چې، خير دی که احمد د لوبو سامان نه دی راوړی، ځای خو يې پاک کړی اوله چينې څخه يې اوبه هم راوړي دي. دی زموږ سره د نانځکې په واده کې برخه اخيستلای شي. ښاپېرۍ د لوبو له ځايه لږ ليرې دېګ باندې کړ او بيا يې دلاسونو په پړکولو او چکچکو خپلې نانځکې ته سندره پيل کړه.
مژګان وغوښتل چې ددېګ احوال واخلي، ګوري چې، ددېګ اور مړ شوى دی، دې اور پوف کاوه. په دې وخت کې يې يوغوږوالۍ په اورکې ولوېده. ښاپېرۍ ډېره وارخطا شوه او له خپلو ملګرو څخه يې مرسته وغوښته ښاپېرۍ او نسيمې ډېره هڅه وکړه چې، غوږوالۍ له اور څخه راوباسي خو ويې نه شوای کولاى، بيا يې له احمد څخه مرسته وغوښته. مژګان احمد ته وويل چې، په هغه وسپنه يې راوباسه چې، تا پرون پيداکړې وه. کله چې احمد د وسپنې شی اورته ور وړاندي کړ، ورسره سم په اور کې چاودنه وشوه. په چاودنه کې داحمد لاس ډېر سخت ټپي شواو دنورو مخونه په خاورو او دوړو ولړل شول، ټول حيران وو چې، داپېښه څنګه رامنځته شوه؟ د احمد کورنۍ او ګاونډيانو دپېښې لامل وپوښت. دوی ورته وويل چې، موږ نور نه پوهېږو، احمد په هغه سيخ غوندي وسپنه له اوره د نسيمې غوږوالۍ را ايسته ، چې دغه چاودنه وشوه.
محمود چې، دکلي يو پوه او تجربه کار سړى و، له احمد څخه يې د هغې وسپنې د بڼې اوشکل په هکله وپوښتل، احمد ورته وويل چې، ما هغه وسپنه نه پېژندله خو، له ظاهري بڼې خطرناکه نه برېښېده. محمود وويل چې،ما له ماين پاکانو سره دغه ډول وسپنه ليدلې ده، هغه وسپنه د بم فيوز و ، ماشومانو په وارخطايۍ وويل چې، موږ نه پېژانده که نه نو لاس مو نه ور وړه . څه موده وروسته احمد له روغتونه راوه ووت، محمود، احمد او نورو ماشومان د ناپېژندل شويو شيانو په خطرونو خبر کړل، ټولو ماشومانو د محمود خبرې ومنلې او وعده يې وکړه چې،بيا به نا اشنا شيانو ته لاس نه وروړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||