|
د ژوند کيسې: دشاتو مچۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
الهام، فريد او حميد درې ملګري وو. يوه ورځ چې، حميد له فريد سره لوبې کولې ناڅاپه يې پام شو چي، الهام له څو ورځو راهيسې لوبو ته نه راځي. دوی دواړه په الهام پسې د هغوی باغ ته ورغلل، ګوري چې، د الهام په لاس کې يوه لښته ده او د شاتو مچۍ پرې شړي. حميد او فريد له الهام څخه پو ښتنه کوي چې، ولې مچۍ په لښته وهي؟ الهام وايي چې، ګلان خرابوي. حميد او فريد الهام لوبو ته را بولي خو، هغه يې نه منله او هلته د مچيو په شړلو بوخت و، د همدې ځورولو له لاسه له باغ څخه ټولې مچۍ ولاړې خو يوه مچۍ پاته شوه. په دې وخت کې مچۍ الهام ته وويل چې، که ته ما هرڅومره وځوروې نو زه نه ځم، ځکه چې په دې سيمه کې يوازې دغه يو باغ دی او زه بايد له ګلانو څخه شيره ټوله کړم چې، شات ترې جوړ کړم.
الهام حيران شو او مچۍ ته يې وويل چې، شات خو له بورې څخه جوړېږي. الهام ماښام کورته راغی ګوري چې، پلار يې خواشينی کور ته راغی او د ده مور ته يې وويل چې، پيدا مې نه کړه. الهام په حيرانۍ له خپل پلار څخه پو ښتنه وکړه چې، څه شی يې پيدا نه کړه؟ پلار يې وويل چې، شات مې پيدا نه کړه او که شات پيدا نه کړو څه به کوو؟ ځکه ډاکټر ويلي و چې، الهام ته بايد ډېر شات ورکړل شي چې، ښه غښتلی شي. د الهام مور و پلار د شاتو د نشتوالي په اړه خواشيني ښايي او يو دليل يې دا وباله، که مچۍ له ګلانو څخه شيره ټوله نه کړي نو شات به له کومه شي؟ يوه ورځ الهام له خپل پلار څخه پوښتنه وکړه چې پلاره! کله چې مچۍ له ګلانو څخه شات ټولوي نو ګلان نه خرابوي؟ پلار يې ورته وويل چې، نه ګلان نه خرابيږي.
کله چې د شپې الهام ويده کېده نو د مور او پلار خبرې ور په ياد شوې چې، په همدې چورتونو کې خوب يووړ. الهام په خوب کې وليدل چې، يوه کوچنۍ مچۍ ځنې جوړه شوې او په يوه داسې کندو کې ده چې هلته لږ شات دي. الهام وليده چې، د مچيو ملکې ټولې مچۍ راغونډې کړې او د شاتو د لږوالي په اړه يې پوښتنه ځنې وکړه. هرې مچۍ وويل چې، په دې سيمه کې يوازې يو باغ دی خو هلته د الهام په نوم يو هلک دی چې، موږ ځوروي او له ګلانو څخه شيرې ټولولو ته مو نه پرېږي . د مچيو ملکه ډېره اندېښمنه شوه او ويې ويل چې، که موږ شيره ټوله نه کړو نو د خوراک لپاره به څه شی و نه لرو او له لوږې به مړې شو، نو ښه به دا وي چې بل ځای ته ولاړې شو. الهام مچيو ته په زاريو وويل چې، نه! تاسې مه ځئ! زه مو نور نه ځوروم. په دې وخت کې الهام په خپلوچيغو له خوبه راويښ شو.
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||