|
د ژوند کىسې: لامبو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په يوه کلي کې د کبير، شاپور، نعيم او ګل محمد په نومونو ماشومانو ژوند کاوه. يوه ورځ چې، ښوونځی رخصت و، هغوی وغوښتل چې، يو داسي ځای کې مېله وکړي چې، د لامبلوځای هم وي. ګل محمد وويل چې، زه د خپل مشر ورور له اجازې پرته ستاسې سره نه شم تلای. په دې وخت کې د ګل محمد مشر ورور راغی، ماشومانو ورته وويل چې، موږغواړو د غونډۍ شاته د هغه ډنډ پرغاړه مېله وکړو چې، د سېلاب له اوبو ډک دی. د ګل محمد ورور ته ددې په خبرې په اورېدو درد ورغی او ګل محمد يې له تګ څخه منع کړ. ګل محمد او انډيوالانو يې په زاريو وغوښتل چې ګل محمد ته اجازه ورکړي. په پای کې هغه وويل چې، ګل محمد ستاسې سره په دې شرط تلای شي چې، د ډنډ په هغه برخه کې به نه لامبي چې، هلته اوبه ډېرې دي.
ماشومانوهم دغه خبره ومنله، ډنډ ته ولاړل او خپله مېله يې پيل کړه. په دې وخت کې نعيم او شاپور ډنډ ته ور ولوېدل چې ولامبي. کبير ورغږ کړه چې، پام کوه وړاندې مه ورځه ډوب نه شې، خو هغوی ورته وويل چې، نه ډوبېږو. ګل محمد او کبير د هغو خوړو په تودولو بوخت شول چې، له کوره يې راوړي و. په دې وخت کې ناڅاپه شاپور چيغې کړې چې، وای پښه مې، هلئ مرسته راسره وکړئ! ګل محمد او کبير په منډه ډنډ ته ور ولوېدل او د شاپور پښه چې، د دوو تيږو په منځ کې بنده شوې وه، را وايستله. کبير دوی شاپور ملامت کړ او ورته ويې ويل چې، لامبو دي نه وه زده نو ولې ديې په ډنډکې لامبل؟ شاپور وويل چې، زما لامبو زده ده خو په دې ځای کې نا اشنا وم. ګل محمد په غرور وويل چې، ته ډارن يې. داهسې يوه خبره ده چې، زه نا اشنا وم، د چا چې لامبو زده وي هغه په هر ځای کې لامبو وهلای شي. دا دی وګوره زما چې، لامبو زده ده، نو د دې ډنډ په هرځای کې لامبلای شم. کبير او نورو ماشومانوګل محمد ته د هغه د ورور خبره ور ياده کړه او يوه شيبه مخکې يې د شاپور د پښې بندېدل هم ورته يادکړل خو، ګل محمد ډنډ ته ور ولوېد. که څه هم چې، ټولو انډيولانو يې چيغې وهلې چې مه کوه ډوب به شې خو ګل محمد د هيچا خبره و نه منله اوپه ډنډ کې ښه مخ ته ولاړ. لږ شېبه وروسته د ګل محمد چيغې پورته شوې چې، هلئ ډوب شوم! هلئ مرسته راسره کړئ در ومې کاږئ!
ګل محمد په خټوکې بند شوی و او اوبه يې هم تېري کړي وې. تر ټولو مخکې نعيم ځان ډنډ ته ور واچاوه خو هغه هم په خټوکې بند شو. هر څه چې، يې وکړل نو ځان يې نه شوای را ايستلای. کبير دوی چيغی کړې او له له خلکو څخه يې مرسته وغوښته. په دې وخت کې يو سړی اوبوته ور ولوېد او په خپله لنګوټه يې لومړی ګل محمد او بيا نعيم له ډنډ څخه را وايستل. تر دې وروسته ماشومانو ژمنه وکړه چې، بيا به په نا اشنا ځايونوکې نه لامبي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||